
د سویلي افریقا لوبغاړي د اسټرالیايي بالرانو په وړاندې ناتوانه معلومېدل او یو په بل پسې وسوځېدل.
اسټرالیا له سویلي افریقا سره د کریکټ د دریمې ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ د ورځې په پای کې د لومړۍ پاړۍ (اننګ) په اوږدو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳ منډې جوړې کړې.
د سویلي افریقا د برلاسي ختمولو لپاره اړینه ده، چې اسټرالیايي لوبډله نورې ۱۹۲ منډې جوړې کړي.
په داسې حال کې، چې په لومړۍ پاړۍ کې یې اته ویکټونه په لاس کې شته.
د لومړۍ ورځې په پای کې ډېویډ وارنر او ناتهن لیون د لوبي په ډګر کې موجود وو او په شریکه یې ۱۹ منډې جوړې کړې وې.
د اسټرالیايي لوبډلې لخوا ډېوډ وارنر او ایډوډ کوون اننګ پیل کړ.
د سویلي افریقا په څېر د اسټرالیا د لوبې پیل هم ډېر ښه نه و، ایله د ۱۸ منډو له جوړولو وروسته یې دوه لوبغاړي وسوځېدل.
د سویلي افریقا ډیل سټین او فلینډر یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
له دې مخکې د سویلي افریقا ټوله لوبډله په لومړۍ پاړۍ کې د ۲۲۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.
"د اسټرالیا او سویلي افریقا تر منځ د کریکټ ټیسټ د روانو سیالیو دوې مخکینۍ لوبې له پایلې پرته پای ته رسېدلې دي."
د سویلي افریقا لوبغاړي د اسټرالیايي بالرانو په وړاندې ناتوانه معلومېدل او یو په بل پسې وسوځېدل.
د سویلي افریقا لوبغاړي ډوپلیسي البته په زړه پورې لوبه وکړه او د ۷۸ منډو له جوړولو وروسته هم د لوبي په ډګر کې ولاړ و.
د اسټرالیا لخوا ناتهن لیون درې او سټارک او جانسن دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
د جمعې په ورځ د پیل شوې ټیسټ لوبې پچه (ټاس) سویلي افریقا وګټله او لومړی یې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.
د اسټرالیا او سویلي افریقا تر منځ د کریکټ ټیسټ د روانو سیالیو دوې مخکینۍ لوبې له پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.












