
٢٠٠٨: يو وار بيا دوه هيوادونه کوربانه و خو د دواړو بخت بيداره نه وو.
په هرو څلورو کلونو کې ترسره کيدونکې اروپا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ د جون په مياشت کې په اوکراين او پولينډ کې کيږي چې دا د دغو سياليو ١٤ ځل دى.
په ١٩٢٧ کال کې د فرانسې د فوټبال فدراسيون مشر هينرې ديلاني وړانديز وکړ چې د دغې لويې وچې هيوادونه دې د فوټبال سيالۍ سره وکړي.
د دۀ د وړانديز ملاتړ چا ونه کړ.
خبره د نړيوالو جگړو له امله نوره هم هيره شوه خو په ١٩٦٠ کال کې د ديلاني خوب په رښتيا بدل شو.
دلته د تيرو ١٣ اتلوليو اتلان درپېژنو.
١٩٦٠:
د اروپا د لويې وچې فوتبال اتلولۍ په لومړي ځل په فرانسه کې ترسره شوې. په دغو سياليو کې اتل هيواد د هغه وخت شوروي اتحاد و. د شوروي اتحاد په لوبډله کې د دوى تر ټولو وتلى او ځليدلى لوبغاړى گول ساتونکى ليو ياشين و.
١٩٦٤:
دغه سيالۍ په اسپانيا کې وشوې او کوربه هيواد په خپله خاوره اتلولي وگټله. د اسپانيا د هغه وخت په ملي لوبډله کې وتلى ستورى لويس سواريز نوميدۀ چې منځډگرى يا ميډفيلډ لوبغاړى و.
١٩٦٨:
د اروپا د لويې وچې دريمه فوټبال اتلولي په ايټاليا کې وشوه او دا ځل هم په کې کوربه هيواد بريالى شو. پايلوبه د يوگسلاويا او ايټاليا ترمنځ وه.
١٩٧٢:
د ا ځل کوربه هيواد بلجيم و چې په نيمه پايلوبه کې لويديځ جرمني ماتې ورکړه. لويديځ جرمني په پايلوبه کې شوروي اتحاد درې صفر مات کړ، د جرمني ستورى فرانز بيکنباير و.
١٩٧٦:
دا ځل هم لويديځ جرمني پايلوبې ته ورسيد خو چيکسلواکيا په پيناتي هڅو کې ماتې ورکړه او نوى اروپايي اتل وليدل شو. دغه سيالۍ په يوگسلااويا کې ترسره شوې.
١٩٨٠:
کوربه هيواد بيا بيلجيم و. اتل هيواد بيا لويديځ جرمني و. توپير دا و چې بلجيم تر پايلوبې ځان ورساوۀ حال دا چې تر دغو سياليو وړاندې له کوربه هيواده د چا سترگه نه سوځېده.
١٩٨٤:
د اروپا د لويې وچې فوټبال اتلوليو کوربه په دغه کال فرانسه وه چې د مېشال پلاتيني د گولونو په برکت په کې اتله شوه. دا د فرانسې لومړنۍ اتلولي وه.
١٩٨٨:
دا سيالۍ په لويديځ جرمني کې کيدې خو پايلوبه د هالنډ او شوروي اتحاد ترمنځ وه. د هالنډ اتل مارکو وان باستن و چې هغه وخت يې سارى نه درلود.
١٩٩٢:
سيالۍ په سويډن کې کيدې او داسې چا وگټلې چې اصلآ يې د لوبې حق په کې نه درلود. د غوراوي په پړاو کې ډنمارک پاتې شو او يوگسلاويا غوره شوه.
د اتلوليو پر وخت په يوگسلاويا کې کورنى جنگ پيل شو.
هغه هيواد مخ په ماتيدا و نو ډنمارک ته د لوبې بلنه ورکړل شوه.
ډنمارکي لوبغاړو له دې موقعې داسې گټه واخيسته چې د اتلولۍ جام يې پورته کړ.
١٩٩٦:
په انگلستان کې ترسره کيدونکې دا لوبې په يوې سندرې لا ډيرې مشهورې شوې.
فوټبال کمينگ هوم، يا فوټبال کور ته راځي. له ١٩٦٦ کال څخه وروسته دا لومړى ځل و چې د فوټبال لويې سيالۍ انگلستان کې کيدې.
د انگلستان لوبډله ښه ځليدله خو په نيمه پايلوبه کې يې له جرمني ماتې وخوړه. د کلينزمن په گولونو جرمن لوبډله په پايلوبه کې پر چيک جمهوريت برلاسې شوه.
٢٠٠٠:
سيالۍ په لومړي ځل په دوو هيوادونو کې په گډه ترسره شوې.
بلجيم او هالنډ کوربانه و خو اتل په کې د زيني دين زيدان فرانسه وه.
٢٠٠٤:
پرتگال کوربه هيواد و او د فيگو په څير لوبغاړى يې درلود چې د ډيرو په گومان اتل ښکاريدۀ.
خو بخت داسې لوبه وکړه چې د ټولو له پامه وتلي يونان يو په بل پسې لوبې وگټلې او په پايلوبه کې يې کوربه هيواد پرتگال هم يو صفر مات کړ.
٢٠٠٨:
يو وار بيا دوه هيوادونه کوربانه و خو د دواړو بخت بيداره نه وو.
سويس او اتريش د دغو سياليو د ميلمنو ښه راغلاست وايۀ خو اتلولي په کې د اسپانيا وه چې له ٤٤ کلونو وروسته يې د اروپا د اتلولۍ جام پورته کړ.
٢٠١٢:
دا سيالۍ په پولنډ او اوکراين کې کيږي، ستاسو په فکر به يې اتل څوک وي؟
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












