فوټبال؛ ایرانۍ لوبډلې افغانستان ته د ګولونو په لوړ توپیر ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي - لندن
ایران د لوبې له پیله د ګول وهلو سخته هڅه وکړه تر دې چې د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې یې د افغانستان خلاف لومړی ګول وکړ، وروسته ایرانۍ لوبډلې د لوبې تر نیمايي په کم وخت کې د افغانستان پر وړاندې ۴ ګولونه ووهل خو افغانستان لا کوم ګول نه درلود.
ایران چې وار له مخه یې د پیاوړي لوبې اټکل کیده د لوبې له غځیدو سره لا ګولونه ډېر کړل تر دې چې دا لوبه یې د ۶-۱ په لوړ توپیر وګټله.
پداسې حال کې چې ایران پنځه ګولونه وهلي وه افغان لوبغاړي فرشاد نور د لوبې په ۵۷ دقیقه کې د افغانستان په ګټه لومړۍ ګول وکړ.
دا د افغانستان لخوا یوازینی ګول شو او افغان لوبډله بیا تر پایه د کوم بل ګول پر وهلو بریالۍ نشوه.

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN FOOTBALL FEDERATION
له ایران سره په لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په خپل اصلي سره رنګ لباس کې لوبیږي
د افغانستان او ایران تر منځ د فوټبال لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷:۳۰ د قرغېزستان پلازمینې بېشکک په دولن امورزاکوف لوبغالي کې پیل شوه.
دا د مرکزي اسیا د ملتونو جام د لومړي پړاو سیالیو په چوکاټ کې د افغانستان دویمه لوبه ده.
په نننی لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سرې جامې او د ایران سپینې ورزشي جامې پر تن وې.
افغانستان له دې وړاندې په دې ډول لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له قرغېزستان سره کړې وه او افغانستان یو -صفر بایللي وه.
خو په دې ډول سیالیو کې دا د ایران لومړۍ لوبه وه چې په ښه مورال یې وګټله.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ګول ساتونکو روزونکي حمیدالله یوسفزي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل "افغان لوبغاړو له قرغیزستان سره لوبه هېره کړې او په وینا یې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ایران سره لوبې ته ښه چمتو ده."
ایران د افغانستان پر تله ډېرې نړیوالې او سیمه ییزې سیالۍ کړي او د افغانستان پرتله د لوبو ډېرې تجربې لري ځکه نو افغان روزونکي په دې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې ایران ته د باتجربه لوبډلې په سترګه ګوري خو د هغه په وینا افغان لوري لوبې ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د افغان لوبډلې ترکیب

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN FOOTBALL FEDERATION
د افغانستان د فوټبال فدراسیون لخوا په خپور شوي نوملړې کې دا لاندې نومونه ښکاري.
فیصل احمد احمدي ګول ساتونکی او فرشاد نور لوبډلمشر، په نورو لوبغاړو کې امان الله سرداري، محبوب حنفي، فرزاد عطایي، محمد روحید سمندري، مشتاق باسط، علي باسط نظري، توفیق سکندري، یما شیرزاد، امېد موسوي.
د افغان لوبډلې له ترکیبه ښکاري چې په لوبډله کې څو نوي ځوان لوبغاړي اخیستل شوي دي.
افغان روزونکي حمیدالله یوسفزي له ایران سره نننۍ لوبه ځوانو لوبغاړو په ځانګړې توګه هغو لوبغاړو ته چې تازه له ملي لوبډلې سره یوځای شوي، "فوقالعاده چانس" بللی دی.










