د افغانستان او ایران فوټبال لوبه؛ د افغان لوبډلې روزونکی لوبه کې نشته

افغانستان فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا د سه شنبې پر ورځ د ایران فوټبال ملي لوبډلې سره د مرکزي اسیا فوټبال لومړي پړاو سیالیو(کافا) کې مخامخ شي.

د افغانستان د ګول ساتونکو روزونکي حمیدالله یوسفزي چې د ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطیري په غیاب کې یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل، د ایران پر وړاندې لوبه ستونزمنه ده، خو د افغانستان ستوري چمتو دي چې ښه مقابله وکړي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا "لوبغاړو له قرغزستان سره لوبه او هلته رامنځ ته شوې پېښې هېرې کړې دي، لوبغاړو قضاوت خلکو ته پرېښود، اوس لوبډله له ایران سره سیالۍ ته چمتو ده."

نوموړي دا هم ویلي د ایران لوبډله د اسیا او نړۍ په کچه سیالۍ کړې دي، نو له دغه هېواد سره لوبې کول زموږ د ځوانو لوبغاړو په تېره بیا د هغو ستورو لپاره چې په سبانۍ لوبډله کې شامل دي، یو ښه چانس دی.

هغه زیاتوي، "که څه هم موږ به سخته لوبه لرو، خو افغان ستوري په میدان کې مبارزې ته چمتو دي."

افغانستان فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

افغان لوبډله به یوه سخته لوبه په مخ کې ولري، ځکه د افغان لوبډلې روزونکی نوی دی، لوبغاړي یې هم تر ډېره په نړیوالو سیالیو کې نه دي لوبېدلي. دغه راز په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان فوټبال له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی.

خو د ایران لوبډله د اسیا او نړۍ په کچه لوبېدلې او په اسیا کې یوه له ځواکمنو لوبډلو بلل کېږي. خو په فوټبال کې وړاندوینه ګرانه ده او د لوبې د پایلې په اړه له وړاندې څه نه شي ویل کېدای.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی عبدالله المطیري د ایران پر وړاندې سیالۍ کې له ملي لوبډلې سره له یو ځای اوسېدو منع شوی دی.

ښاغلي المطیري په یوه کمساري ګام کې له قرغزستان سره د لوبې پر مهال افغان لوبډله له لوبغالي وایستله.

دا پېښه د لوبې په وروستیو شیبو کې کله چې قرغزي لوبډلې پر افغان لوبډلې خپل یوازنی ګول وواهه، رامنځ ته شوه. هغه د لوبې پر هندي لوبڅار نیوکه درلوده چې ګواکې تېر وتنې ته یې پام نه دی شوی.

تر ډېرې مودې انتظار وروسته د مرکزي اسیا فوټبال لومړني پړاو سیالۍ د جون پر لسمه ڼېټه د اوو هېوادونو په ګډون او د قرغزستان او ازبکستان په کوربتوب ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان، چې د منځنۍ اسیا د فدراسیون دایمي غړي دي او همدارنګه د عمان فوټبال ملي لوبډله د مېلمه په توګه ګډون لري.

د سیالیو په لومړي ګروپ کې چې په تاشکند کې ترسره کېږي، په کې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او عمان لوبډلې او په دویمه ډله کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ګډون د ایران او قرغستان لوبډلې شاملې دي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د فوټبال سیالیو مخینه

افغانستان فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

د افغانستان او ایران فوټبال لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه په ۱۳۲۰ کال کې په کابل کې ترسره شوې وه، هغه لوبه بې له کوم ګول پای ته ورسېده، خو ځینې بیا وايي، چې افغانستان هغه لوبه په یوه ګول سره وګټله.

هغه لوبه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان د خپلواکۍ جشن پر مهال ترسره شوه چې په کې د هند او پاکستان لوبډلو هم برخه لرله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه دوستانه لوبه په ۱۳۲۸ کال کې د تهران په امجدیه لوبغالي کې ترسره شوې وه، هغه لوبه ایران ۴-۰ ګټلې وه.

که څه هم په بېلابېلو عمرونو کې د دواړو هېوادونو د یو شمېر لوبډلو ترمنځ ځینې لوبې شوي خو په ملي کچه نه وې.