افغان ښځينه فوټبال لوبغاړو پورتګال کې نوی ژوند پيل کړی

د ویډیو تشریح، افغان ښځينه فوټبال لوبغاړو پورتګال کې نوی ژوند پيل کړی

له هغه راهيسې چې د افغانستان نجونو فوټبال ملي لوبډله پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته وتښتېدله او بيا پورتګال کې پناه ورکړل شوه، اوس څه د پاسه دوې مياشتې تېرېږي.

وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر لوبو بنديز ولګاوه وېره دا وه، چې دا ځوانې نجونې ښايي له ځورونو او تاوتريخوالي سره مخامخ شي.

بي بي سي يې ورسره نوي کور کې کتلي او په دې اړه یې ورسره خبرې کړې، چې د دوی او کورنيو ايستلو يې څومره وخت ونيو.