فوټبال؛ افغان لوبډلې بنګله دېش مات کړ

افغانستان

د عکس سرچینه، AFghanistan Football Federation

د عکس تشریح، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام او د اسیايي ملتونو جام ټاکنیزو لوبو دویمه سیالۍ کې بنګله دېش ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ور کړه.

په دې لوبه کې اویس عزیزي، نجیم حیدري، حسن امین، امید پوپلزی، شریف محمد، نور حسین، فرشاد نور، ادم نجم، زبیر امیري، فیصل شایسته او جبارز شرزه ګډون کړی.

دا لوبه د تاجکستان دوشنبه ښار کې پرون ماښام وشوه او د افغان لوبډلې لپاره دا ګول لوبډلمشر فرشاد نور د لوبې په ۲۷ دقیقه کې وکړ.

طرفداران تیم ملی افغانستان در دوشنبه
د عکس تشریح، د افغان لوبډلې مینوال

د لوبې دویمه نیمايي کې که څه هم افغان لوبډلې پر سیال سخت ګوزارونه وکړل، خو کوم بل ګول یې ونه کړ.

د دوشنبې مرکزي لوبغالي ته د دې سیالۍ لیدلو لپاره نږدې درې زره افغان او تاجک نندارچیان ورغلي و.

افغانستان د نړیوال جام پیلیزو سیالیو په اي ډله کې له قطر، عمان، هند او بنګله دېش سره ځای لري.

گل

د عکس سرچینه، AFghanistan Football Federation

د عکس تشریح، هغه ګول چې فرشاد نور وکړ.

افغانستان د دې سیالیو لومړۍ لوبه کې تېره اونۍ د اسیا اتل قطر څخه په شپږو ګولونو ماتې خوړلې وه.

د افغانستان دریمه لوبه نږدې یوه میاشت وروسته (د تلې پر ۱۸) له عمان سره ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون کابل کې د ناامنۍ له امله دا سیالۍ تاجکستان کې کوي.

فوتبال

د عکس سرچینه، AFghanistan Football Federation

افغانستان پر فوټبال سربېره د کرېکټ ټېسټ لوبه کې هم بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ور کړه.

AFghanistan Football Federation

د عکس سرچینه، AFghanistan Football Federation