د افغانستان ویلچیر باسکټبال لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ABF
د افغانستان د ویلچیر باسکټبال لوبډلې د سه شنبې په ورځ هانګ کانګ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
افغان لوبډله وتوانېده چې په ټاکل شوي وخت کې ۷۷ نمرې جوړې کړي، په داسې حال کې چې هانګ کانګ لوبډله یوازې د ۳۲ نمرو په جوړولو بریالۍ شوه.
لوبه تر ډېره د افغان لوبغاړو په واک کې وه او د هانګ کانګ لوبغاړي یې نمرو جوړولو ته پرېنښودل.
تر دې وړاندې افغان لوبډله توانېدلې وه چې کویټ ته هم ۷۱ -۴۷ ماتې ورکړي. دا مهال افغان لوبډله دوه بریاوې لري او پایلوبې ته د وتلو هیلې یې هم ډېرې شوې دي.
دغه سیالۍ د نهو هېوادونو ترمنځ د تايلنډ په کوربه توب روانې دي. د اړوندو مسؤلینو په وینا، موخه يې د بېلا بېلو معلولينو ترمنځ سپورت ته وده ورکول او هغوی ته د لوبو او مهارتونو لوړولو لپاره د فرصتونو برابرول دي.
په دغو هېوادونو کې افغانستان، تایوان، کویټ، هانګ کانګ، متحده عربي امارات، فیلیپین، کوریا، او تایلنډ شامل دي.
دغه سیالۍ د مې پر اتمه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۳مې به روانې وي.

د عکس سرچینه، ABF
ټاکل شوې افغان لوبډله سبا له فبلیپین او بله ورځ له تایوان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
په تېر نومبر میاشت کې په هند کې هم د ویلچیر باسکټبال سیالۍ وشوې چې افغان لوبډله د ویزو نه برابرېدو له کبله ونه توانېده چې په هغو سیالیو کې ګډون وکړي.
په هغو سیالیو کې د نیپال، هند او بنګله دېش سربېره د یو شمېر جګړې ځپلو هېوادونو لوبغاړي هم وربلل شوي وو، چې د افغانستان، سوریې، فلسطین، لیبیا، لبنان او کولمبیا لوبډلې په کې وې.









