افغان معلولو ښځو باسکټبال لوبډلې کې کمبودیا ته ماتې ورکړه

.
د عکس تشریح، دا د اسیا اولمپیک د غوراوي پړاو په سیالیو کې د افغان معلولو ښځو د باسکټبال لوبډلې درېیمه پرلپسې بریا ده.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د اسیا اولمپیک د غوراوي پړاو د سیالیو په لړ کې د افغان معلولو ښځو د باسکټبال لوبډلې خپلې سیالې د کمبودیا لوبډلې ته ماتې ور کړه.

دا د اسیا اولمپیک د غوراوي پړاو په سیالیو کې د افغان معلولو ښځو د باسکټبال لوبډلې درېیمه پرلپسې بریا ده.

د افغان معلولو ښځو لوبډلې له کمبودیا سره په سیالۍ کې ۳۳ امتیازونه تر لاسه کړل او کولمبیايۍ لوبډلې وتوانېده چې ۲۶ امتیازونه خپل کړي.

پتېیل شوې چې د افغان معلولو ښځو لوبډله به سبا د مارچ اتمه له کوربه تایلنډې لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغان معلولو ښځو لوبډلې د اسیا المپیک د غوراوي پړاو په سیالیو کې تر دې وړاندې د هند او لاوس لوبډلو ته هم ماتې ور کړې وې.

دغه راز د افغان نارینه معلولینو لوبډلې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې ۷۳ نمرې ترلاسه کړې چې په مقابل کې یې هندي لوبډلې یوازې ۳۷ امتیازونه خپل کړل.

د افغان معلولو نارینه وو لوبډله به سبا له مالزیايي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د اسیا المپیک سیالیو ته د غوراوي دغه لوبې په تایلند کې روانې دي. ټاکل شوې چې د آسیا المپیک سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې په اندونیزیا کې ترسره شي.