کرېکټ: افغانستان د پاکستان خلاف سیالیو ته لوبډله اعلان کړه؛ کومه لوبډله پياوړې ښکاري؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ په لومړي ځل خپل منځي نړیوالې درې پرلپسې شل اوریزې لوبې د راتلونکي جمعې په ورځ پیلېږي چې دواړو هېوادونو ورته د بشپړ چمتوالي خبره کوي.

په دې لړ کې افغانستان نن 'سې شنبه' د پاکستان خلاف ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې له منځه به یې وضعیت ته په کتو ۱۱ لوبغاړي میدان ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "چپ لاسی تکړه توپوهونکی صدیق الله اتل د لومړي ځل لپاره لوبډلې ته اضافه شوی دی او ښايي په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ نړیواله سیالي وکړي."

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان با تجربه لوبغاړی محمد نبي، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، هم لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

په نورو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق د پاکستان خلاف را روانو سیالیو ته غوره شوې دي.

په اعلان شوې نوملړ کې ښکاري چې افغانستان د پیل توپوهونکی حضرت الله ځاځی او رحمت شاه زرمتي له لوبډلې اېستل شوي.

رحمت شاه ډېر وخت د افغانستان په ګټه په یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلیدلی او پر حضرت الله ځاځي باندې په دې وروستیو کې نېوکې دي چې یې "د کرېکټ هغه پخوانۍ خوند نشته."

افغانستان کرېکټ بورډ اجرایه مشر نصیب خان ویلي، غوراوي کمیټې یاده لوبډله تمریناتي کمپ او وروستیو لوبو ته په کتو غوره کړې او ډاډ یې څرګند کړی چې لوبغاړي به د لوبو په ډګر کې ښه ځلېږي.

پاکستان له وړاندې د شاداب خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړې

د پاکستان کرېکټ بورډ نږدې لس ورځې وړاندې (د مارچ په ۱۳مه) د افغانستان پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر هغه مهال اعلان وکړ چې دغو سیالیو ته یې د بابر اعظم پر ځای شاداب خان لوبډلمشر ټاکلی. دی وار له مخه د پاکستانۍ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.

د پاکستان ۱۵ کسیزه لوبډله کې هم ځینې نوې څېرې تر سترګو کېږي.

د پښتونخوا تېز بالر احسان الله په لومړي ځل د پاکستان لوبډلې ته غوره شوی دی.

احسان الله چې د پاکستان په مخکښ شل اوریز لیګ پي ایس ایل کې د ملتان له لورې لوبېده خورا تېز بالېنګ کوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، په دې لوبو کې یې شاهین اپریدي، بابر اعظم او محمد رضوان ته ځکه برخه نه ده ورکړې چې ارام وکړي.

پاکستان خوا دغو لوبو ته تر ډېره په هغو لوبغاړو تمرکز کړی چې د دغه هېواد په اتم پړاو سوپر لیګ کې ښه و ځلېدل.

د محمد رضوان پر ځای پاکستان دوه ویکټ ساتي په لوبډله کې شامل شوي دي. د لاهور لوبډلې اعظم خان او د پېښور زلمي محمد حارث به وېکټ ساتونکي وي. دغه دواړه لوبغاړي خورا تېز بېټینګ هم کوي.

پاکستان دغو سیالیو ته لږ تر لږه ۶ پښتانه لوبغاړي غوره کړي چې په تېر پي اېس اېل سیالیو کې ښه ځلیدلي.

د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې مخینه

افغانستان او پاکستان څو ځلې په نړیوالو او اسیایې سیالیو کې له یوه بل سره مخ شوې، دا سیالۍ تر ډېره تر وروستي اووره رسیدلي او بیا پاکستان ګټلي.

په اسیایې او نړیوال جام کې له ګروپي سیالیو ور ها خوا د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې په ۲۰۱۲ کې یوه ورځنۍ خپل منځي او دوستانه لوبه کړې او بیا په ۲۰۱۳م کال کې هم په همدې لوبغالي کې یوه شل اوریزه دوستانه لوبه کې سره مخ شوې چې دواړه پاکستان ګټلي.

له دې پرته که څه هم د دې دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ لوبو ته لېوالتیا ډېره ده خو لوبې یې هسې ډېرې نه دي.

دا لوبې هم له لومړي سره یو ورځنۍ وې خو وروسته د دې لپاره چې راتلونکی اسیایې جام شل اوریز دی دواړو کرېکټ بورډونو په شل اوریزو سیالیو هوکړه وکړه.

له پخوا نه په توپیر دا مهال افغان لوبغاړي له بل هر وخت ډېر له پاکستاني او نورو لوبغاړو سره ښه بلد او له یوه بل سره په ګڼو لیګونو کې لوبیدلي ځکه نو سخته ده چې له لوبې مخکې د کوم خوا تله درنه وبلل شي.

د لوبغاړو له بلدتیا ور ها خوا په ټوله کې افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو ښه لوبډله بلل کېږي او تر ډېره باور دا دی چې د متحده عربي اماراتو په ځانګړي ډول د شارجې په نړیوال لوبغالي کې لا ښه ځلېږي.

افغانستان دغو سیالیو ته خپل پخوانی چټک توپ اچونکی حمید حسن د توپ اچونې روزونکي په توګه ټاکلی او پاکستان هم پخپل پخواني چټک توپ اچونکي عمر ګل اتکا کړي.

عمر ګل له دې وړاندې د افغانستان لوبډلې روزونکی پاتې شوی خو دا ځل به د پاکستان لوبډله چمتو کوي او د افغان لوبغاړو په کمزوریو او ځواک ورسره مشورې کوي.

د دواړو لوبډلو تر منځ درې واړه شل اوریزې سیالۍ د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې کېږي چې د همدې مارچ میاشتې په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه پلان شوې دي.