د فوټبال نړیوال جام کې قطر څه ترلاسه کړل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مشتاق رحيم
- دنده, څېړونکى
د فوټبال نړیوال جام د افسانوي لوبغاړي لېونل میسي په مشرۍ د ارجنټاین لوبډلې له بري سره پای ته ورسېد.
په داسې حال کې چې د لوبو د مینه والو پام تېرو ۲۸ ورځو په اوږدو کې د قطر په لوبغالو باندې وو، د لوبو په چار چاپېر کې بېلا بېلې نورې چارې په داسې حال کې روانې وې چې که دغه لوبې نه وای، نو ترسره کېدل به یې ښايي د ناشونتیا تر بریده ګران وای.
په دغه لړ کې تر ټولو مهمه یې د قطر نرمه ډیپلوماسي، چې د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب په ترڅ کې یې ترسره کړه ، ډېره د یادونې وړ ده.
قطر چې په منځني ختیځ کې یو بډایه خو خورا وړوکی هېواد دی، د عربي خلیج د هېوادونو په منځ کې تل د خپل ملي امنیت او خوندیتوب له اړخه اندېښمن وي.
له همدې امله، دا هېواد له بېلا بېلو لارو په نړیواله کچه د خپل اهمیت په څرګندولو د نړۍ پام ځان ته را اړوي چې د امنیتي ننګونو پر مهال نړیوال ورته پام وکړي.
د فوټبال لوبو قطر د دې جوګه کړ چې نړۍ ته ځان یو مهم او نامتو هېواد په توګه ور وپېژني او دا راز له نورې نړۍ سره یو ډول تړون پیدا کړي.
د فوټبال نړیوال جام د قطر دغه موخه تر ډېره بریده ترلاسه کولو کې ځانګړی رول ولوباوه او اوس دغه وړوکی خلیجي هېواد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د یوې داسې جغرافیې په توګه پېژندل کېږي چې د لوبو یوه ستره او مهمه مېله پکې ترسره شوې.
بل خوا د فوټبال نړیوال جام د خلیجي هېوادونو او ولسونو ترمنځ د ماتو پولونو بیا ځلې جوړېدو کې مرسته وکړه. په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي عرب په مشرۍ بحرین، عربي اماراتو او مصر له دوحې سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې په بېلا بېلو دلایلو پرې کړې او په دغه کړکېچ کې ښکېلو هېوادونو قطري وګړي له خپلو هېوادونو وشړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
یادو هېوادونو خپل هوايي او ځکمني حریمونه هم د قطر پر مخ وتړل چې دا کړکېچ تر ۲۰۲۱ کال پورې وغځېد. دغه هېوادونو قطر کې په سیمه ییزو لوبو لکه د خلیجي هېوادونو د فوټبال جام کې د نه ګډون په دړکه له دغه هېواد څخه لوبې نورو هېوادونو ته ولېږدولې او ورسره یې د فوټبال د مدیریت نړیوالې ادارې یا فیفا باندې ټینګار وکړ چې نړیوال جام دې له دغه هېواد کوم بل ځای ته ولېږدوي.
که څه هم په رسمي ډول دا کړکېچ په ۲۰۲۱ کال کې د یوې ناستې په ترڅ کې پای ته ورسېد، خو اړیکې عادي حالت ته له ګرځېدو څخه خورا لرې واټن کې وې.
د فوټبال نړیوال جام په دې برخه کې له دې اړخه ځانګړی و، چې د سعودي عرب، اماراتو او د مصر د مشرانو ګډون او د یادو هېوادونو ولسونو د لوبو لیدو لپاره تګ راتګ د دولتونو او ولسونو ترمنځ د واټن په را کمولو کې ځانګړی رول ولوباوه.
همدا راز یو شمېر خلیجي مشرانو او مطبوعاتو د قطر فوټبال نړیوال جام د عربو نړیوال جام له یادولو سره د یو مثبت چاپېریال په رامنځته کولو کې خپله ونډه درلوده.
د لوبو دغه ډيپلوماسي ښايي ډېر کنګلونه مات کړي او سیمه ییزې اړیکې چې له منځه تللې وې په سیمې ییزې همکارۍ بدلې کړي.
د سیمه ییزو کړکېچونو په لړ کې، قطر ته د لوبو د لیدو په موخه اسرائیلي وګړو ته د ورتګ اجازه ورکول یو بل ځانګړی پرمختګ وو. په داسې حال کې چې عربي اماراتو، بحرین، سودان او مراکش د ابراهیمي او لبنان د بحري سیمو په اړه د کړکېچ حل کولو د تړونونو په مرسته له اسرائیل سره د اړیکو د ښه کولو په تکل کې دي، قطر هم غواړي چې په دغه بهیر کې ګډ شي.
د دې لپاره چې په کور دننه او له کوره د باندې عکس العمل مدیریت شوی وي، قطر د دغه نرم ګام په اوچتولو له اسرائیلو سره د اړیکو د جوړولو په لور یو مهم ګام واخیست چې په اوږد مهال کې به په دې برخه کې ډېر اغېزناک ثابت شي.
د قطر نړیوال جام یو بل اغېز چې ښايي خلیجي هېوادونه، سره له دې چې ډېر بډایه دي، د نړیوالو لوبو په شان څو ملتي راټولېدنې نه شي ترسره کولی، هم نفي کړو.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې په ۲۰۱۲ کال کې پرېکړه وشوه چې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام به په قطر کې کېږي، د قطر جغرافیه، هوا، د دغه شان لوبو د تنظیمولو پخوانۍ تجربه، د اړینې بېخ بنا نه درلودل او ورته موضوعګانې په پلمه کولو شک ښودل کېده چې ښايي قطر دا چاره ترسره نه شي کړی.
خو قطر د فوټبال نړیوال جام په ترسره کولو نه یوازې دا چې خپله وړتیا ثابته کړه، نړۍ ته یې دا پیغام ورکړ چې واړه هېوادونه هم کولی شي چې سترې لوبې په ښه ډول ترسره کړي.
همدا راز، قطر د ۲۲۰ میلیارده ډالرو د خرڅولو په مټ نړۍ ته ځان د عربي نړۍ مخکښ هېواد په توګه وړاندې کړ. د نړیوال جام لپاره چمتو شوې بېخ بنا به د ډېرو راتلونکو کلونو لپاره کم تر کمه د لوبو تر بریده دغه هېواد د عربي هېوادونو د مشر په ځای کې وساتي.
بل خوا، قطر لکه د نورو خلیجي هېوادونو، د اقتصادي تنوع په تکل کې دی. دې نړیوال جام د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک قطر ته راتګ ته اړ ایستل او په اوږدو کې یې پانګه والو ته د قطر د سوداګریز بازار د نندارې موقع برابره کړه.
د بېلګې په ډول، د نړیوال جام په اوږدو کې قطري چارواکو د پنځونې د اوونۍ په نوم د ټیکنالوجي دوه ورځنی کانفرانس دایر کړ چې پانګه والو ته مصنوعي ځیرکتیا او د پنځم نسل ټیکنالوجۍ په برخه کې په قطر کې د پانګونې شته فرصتونه په ګوته کړي.
همدا راز، قطر خلکو ته خپل د زدکړو ښار ګوټی ور وښود چې د نړۍ د معتبره پوهنتونو څانګې په کې کار کوي چې په دې ډول نړیوال د زدکړو لپاره دغه هېواد ته لاړ شي.
قطر د روان نړیوال جام په ترڅ کې د اسلامي او غربي نړۍ تر منځ د تفاهم او د اختلافونو د کمولو د هڅو مشرۍ ته هم یو ډول ځان وړاندې کړ. د لوبو د پیل په مراسمو کې د قراني آیاتونو په رڼا کې د قومونو او ملتونو ترمنځ د اړیکو جوړولو په اړه د پیغام خپرول په نړیواله کچه وستایل شو.
که څه هم د تمدونونو ترمنځ د تفاهم چاره یو اوږد مزل دی، خو د پیل ابتکار یې قطر په خپل نوم کړ. همهاله، د قطر دولت د روایتي هېوادونو او ولسونو لخوا د غربي نړۍ ارزښتونو لکه په عامه ځایونو کې د ښځو نیمه بربنډ کالي اغوستل یا همجنسبازۍ پیغامونو خپرولو په مقابل کې د درېدو لپاره د نورې نړۍ برعکس په خپله سیمه کې وستایل شو او دا راز دغه هېواد د اسلامي نړۍ په منځ کې هم ځان د ارزښت پالونکي هېواد په توګه مطرح کړ.
همدا راز د لوبو په لړ کې د اسلامي تعلیماتو د خپرولو هڅې له کبله قطر د اسلامي هېوادونو ولسونو لخوا ډېر وستایل شو. په بل عبارت، قطر په یو وخت د بېلا بېلو فکري ډلو او هېوادونو له مزاج سره د سمو چارو په ترسره کولو د هغوی خواخوږي او ملاتړ ترلاسه کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
که د فوټبال نړیوال جام په لړ کې قطر بېلا بېلې لاسته راوړنې درلودې، خو له لوبو څخه د مخه او د لوبو پرمهال دغه هېواد بشري حقونو ته د لازم نه درناوي له کبله تر نیوکو لاندې هم و. د بشري حقونو بېلا بېلو ډلو په قطر نیوکه درلوده چې د لوبو لپاره د چمتو والي پرمهال د کارګرو حقوونه ترپښو لاندې شوي او په ټوله کې په دغه هېواد کې د کارګرو حقونه خوندي نه دي.
د لوبو لپاره د چمتووالي په کلونو کې د بشري حقونو د ټولنو د فشارونو له کبله د کارګرو د حقونو په برخه کې قطر ډېر شمېر اصلاحاتو ته غاړه کېښوده چې یو شمېر یې په خلیجي هېوادنو کې بېساري دي. په بل عبارت، د فوټبال نړیوال جام د اصلاحاتو هغه بهیر چې ښايي په عامو حالاتو کې دومره چټک مخ ته نه وای تللی، په پرمختګ کې خپل رول درلود چې کېدی شي په لنډه موده کې په ټوله سیمه باندې مثبت اغېز ولري.
د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ او اصلاحات به په راتلونکي کې قطر د غربي پانګه والو لپاره زړه راښکونکی کړي او دا راز به د قطر اقتصادي اړیکې له نړۍ سره لا پسې وغځېږي.
د لوبو په اوږدو کې بیا د مراکش لوبډلې د خپلې حیرانونکې لوبې په مټ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مینه والو زړونه وګټل. د مراکش نیمه پایلوبې ته رسېدلو د افریقايي هېوادونو لپاره یو پیاوړی پیغام درلود چې که هڅه وي نو دوي هم کولی شي په نړیوالو لوبو کې ښه دریځ وګټي.
افریقا چې په نړیوال سیاسي-اقتصادي دریځ د خپل ځای د تثبیتولو په تکل کې دی، د مراکش دا پرمختګ ورته الهام بښونکی ثابتېدی شي. بله خوا بیا د دغه لوبډلې پرمختګونو د اسلامي هېوادونو د وګړو ترمنځ تړون لا پسې پیاوړی کړ او ډېری هېوادونو مراکشي لوبډلې ته د خپلې استازې لوبډلې په سترګه کتل. خو د مراکش لوبې تر ټولو پیاوړی اړخ بیا د عرب ملتپالنې بیا را ژوندي کول وو.
د تېرې یوې نیمې لسیزې د پېښو لکه د عرب پسرلي، سوریې او یمن جګړې او د قطر او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرېکون عربي نړۍ سره ویشلې وه. د مراکش لوبو عربي هېوادونو او د هغوی وګړو ته یو وار بیا د عربي ملتپالنې پاللو موقع برابره کړه او دا راز هغه پېژندګلوي چې له ننګونو سره مخامخ وه، یو وار بیا را څرګنده شوه.
د فوټبال نړیوال جام دا په ډاګه کړه چې لوبې په ننني پېر کې یوازې تفریح نه ده بلکې د نړۍ، سیمې او هېوادونو په سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند هم ژور اغېز لري.
نړیوالې لوبې اوس یوازې لوبې نه بلکې د تمدنونو، دولتونو او ولسونو ترمنځ د اړیکو وسیله ده. له دغې وسیلې څخه ګټه اخیستلو لپاره د قطر کوچني هېواد ځان د یوې ښې بېلګې په توګه وړاندې کړ چې ډېره زدکړه ترې کېدای شي.












