ارجنټاين ۳۶ کاله وروسته يو ځل بيا د فوټبال نړيوال جام وګاټه
د فوټبال نړيوال جام پايلوبه کې ارجنټاين فرانسې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام په خپل نامه کړ.
د ارجنټاين لوبډلمشر لېونل ميسي د لوبې په ۲۳ دقيقه کې په پېنټلي لومړی ګول وکړ، ورپسې ۱۳ دقيقې وروسته د ارجنټاين ډي ماريا وتوانېد دويم ګول وکړي.
ارجنټاين تر ډېره وکولی شوی دفاع وکړي خو د لوبې په ۸۰ دقيقه کې د فرانسې کېليان اېمبپې په پېلنټۍ لومړی ګول وکړ ورپسې يوه دقيقه وروسته يې دويم ګول هم وکړ او په ۹۰ دقيقو کې لوبه ۲- ۲ مساوي او اضافي وخت ته وغځول شوه.
د سيالۍ اضافي وخت په ۱۰۸ دقيقه کې لېونل ميسي د ارجنټاين لپاره درېيم ګول وکړ چې په ۱۱۸ دقيقه کې د فرانسې کېليان اېمبپې ۳ -۳ مساوي کړ او لوبه د پېنالټيو پړاو ته ووته.
په دې پړاو کې ارجنټاين ۴ پېنالټي ګولونه وکړل خو د فرانسې دوو لوبغاړو د پېنالټۍ ګولونه ونشوی کړی او لوبه ۴- ۲ د ارجنټاين په ګټه پای ته ورسېده.
د ارجنټاين لېونل ميسي غوره لوبغاړی شو خو د سرو زرو بوټ د فرانسې کېليان اېمبپې ته ورکړل شو. ده اته ګولونه کړي چې له ميسي يو زيات دی.
غوره ګول ساتونکی د ارجنټاين ايمي مارټينېز شو او د ارجنټاين اېنزو فرننډېز د سږني نړيوال جام غوره ځوان لوبغاړی ونومول شو.
نړيوال جام کې د فرانسې او ارجنټاين سفر

د عکس سرچینه، Getty Images
ارجنټاین له مکسیکو، پولنډ او سعودي سره په سي ګروپ کې و چې د خپل ګروپ وروستۍ دوې لوبې يې وګټلې. په دویم پړاو کې یې لوبه له استرالیا سره راغله چې دوه یو پکې بریالی شو. فرانسې بیا له پولنډه درې یو وګټله.
په منځلوبو کې ارجنټاین له نیدرلند سره مخامخ شو چې لوبه یې دوه دوه مساوي ختمه شوه. د پېنالټي په پنځو هڅو کې د میسي لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار ومونده. فرانسې بیا انګلنډ ته دوه یو ماته ورکړه.
په نیمه پایلوبو کې ارجنټاین کروېشیا ته درې صفر او فرانسې له مراکشه دوه صفر وګټله.
ارجنټاین او فرانسې دواړو دوه دوه ځله نړیوال جام ګټلی و. د مراډونا ارجنټاین په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کال دا جام پورته کړی و. د زیدان فرانسې بيا په ۱۹۹۸ کال او د ۱۹ کلن اېمباپې فرانسې په ۲۰۱۸ کال نړیواله اتلولي خپله کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال نړيوال جام سږنۍ سيالۍ د قطر په کوربتوب په لومړي ځل د منځني ختيځ په يوه هېواد کې ترسره شوې.
قطر ته د دې سترو سیالیو د کوربتوب ویاړ په ۲۰۱۰ کال کې تائید شو او له هماغه پیل راهیسې دلته دا نړیوالې سیالۍ په نړیواله کچه د بشري حقونو له امله له ګڼو پوښتنو، نیوکو او ګنګوسو سره مخ وې.
د فوټبال د تنظیم نړیوالې ادارې یا فيفا د معلوماتو له مخې په قطر کې د فوټبال دې سیالیو ته پر چمتوالي څه باندې ۲۲۰ ميليارده ډالره لګول شوې چې دا د فوټبال په سیالیو تر اوسه تر ټولو لوړ لګښت دی.
قطر دې سیالیو ته ۸ نوې او خورا ښایسته لوبغالي هم جوړ کړي وو چې په بشپړولو یې تر لسو میلیاردو ډالرو لګښت شوی.











