فوټبال نړیوال جام؛ په قطر کې د لوبو مهالوېش او پایلې

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به د نومبر له ۲۱مې د ډسمبر تر ۱۸مې په قطر کې ترسره شي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د قطر او اېکوادور ترمنځ ده.

دا لومړی ځل دی چې د منځني ختیځ یو هېواد د دې نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي او دا هم لومړی ځل دی چې په ژمي کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کېږي.

په دې سياليو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې دي. ټاکل شوې ګروپي پړاو کې به هره ورځ څلور لوبې ترسره کېږي او له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې راتلونکي پړاو ته لار پیدا کوي.

د نړيوال جام د ټولو سياليو د مهالوېش او پايلې لاندې موندلی شئ.