د ښځو او سړیو لپاره د ورزش غوره وختونه کوم دي؟

سهارنی ورزش

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړنو ښودلې چې د ښځو او سړیو د تمرین لپاره غوره وختونه توپیر کوي.

تمرین هر وخت کې ګټه لري خو د امریکا د یوې څېړنې له مخې د ښځو او نارینه وو لپاره د تمرین غوره وخت ښايي یو شان نه وي.

په دې څېړنه کې موندل شوې چې ښځې د سهار تمرین پر مهال د بدن زیاته اندازه غوړ کمولای شي، خو د سړو لپاره بیا د وزن کمولو او غوړ سوځولو ښه وخت ماښام دی.

څېړونکي وايي، د ښځو او سړو تر منځ هورموني توپیرونه، بیولوژیکي وضعیت، خوب او بیداري ټول په دې برخه کې مستیقم رول لري.

په یاده څېړنه کې ۳۰ فعال او روغ سړیو او ۲۶ ښځو ګډون کړی و چې عمرونه یې د ۲۵ او ۵۵ کلونو تر منځ وو او ۱۲ اوونۍ یې دوام وکړ.

څېړونکو ۱۲ اوونۍ د ګډونوالو ورځینی وضعیت څارلی او د دوی پر بدن یې د بېلابېلو فټنېس تمرینونو اغېز مالوم کړی دی.

یوې ډلې چې ټولې پکې ښځې شاملې وې، سهار وختي له ۸:۳۰ نه مخکې تمرین کاوه، خو د سړیو ډلې ورته فعالیتونه له ماښام ۶ تر ۸ بجو تعقیبول.

ټولو ګډونوالو د خوړو له یو ډول رژیم نه ګټه اخیسته.

څېړونکو د مطالعې په جریان کې د ګډونوالو د وینې فشار، غوړ او د څېړنې په پیل او پای کې یې د هغوی ځواکمنتیا، د بدن دغړو پیاوړتیا او نرمښت ارزاوه.

ټول هغه کسان چې په څېړنه کې یې برخه اخیستې وه، د ۱۲ اوونیو پرمهال یې روغتیا ښه او له خپلو فعالیتونو خوښ وو.

ورزش

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړونکی او د نیویارک ایالت په سکیډمور کالج کې د روغتیا او انساني علومو پروفیسر ډاکټر پاول آرسیریو وايي:" د تمرین لپاره غوره وخت هغه دی چې تاسو ورزش پکې کولای شئ او په خپل ورځني مهالوېش کې ورته وخت ورکړئ."

خو دغه ډاکټر هم وايي، چې د ښځو او سړیو د تمرین وخت توپیر کوي، نو که غواړئ پر بدن مو د تمرین ښه اغېز ووینئ، په ټاکل شويو وختونو کې یې وکړئ.

سهار وختي که ناوخته؟

ډاکټر ارسیریو وايي، هغه ښځې چې غواړي د خپل بدن غوړ کم کړي سهار وختي مهال دې تمرین کوي.

نوموړی زیاتوي، هغه ښځې چې هڅه کوي د خپل بدن پورتنۍ برخې عضلاتي ځواک زیات کړي، خوی یې ښه وي او د خوراکي توکو مصرف یې نارمل وي، باید مازیګر مهال تمرین وکړي.

ډاکټر ارسیریو وايي، ماښامی تمرین هغو سړیو لپاره ګټور دی چې غواړي روغ زړه، ښه روغتیا او ښه خوی ولري.

منظم او پر وخت تمرین مو له چاغښت، شکرې، زړه او بېلابېلو ناروغیو ژغوري.

څېړونکي وايي دې برخه کې د زیاتو مالوماتو موندلو لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.