لوېدیځ ديپلوماتان: مرستې پراخوو، خو پر طالبانو د بشري حقونو او نجونو زدکړې برخو کې فشار ته دوام ورکوو

لوېدیځو دیپلوماتانو ویلي افغانستان کې به د خپلو مرستو لړۍ پراخه کړي، خو په ورته وخت کې پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي چې د بشري حقونو درناوی وکړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

په ناروې کې له طالب استازو سره له درې ورځنېو غونډو وروسته د څو لوېدیځو هېوادونو دیپلوماتانو نن (پنجشنبه جنورۍ۲۷مه) یوه ګډ بیان کې ویلي چې د دوی حکومتونه به افغانستان کې د مرستو لړۍ پراخه کړي چې "وکولی شي دغه هېواد کې د ټولنیزو خدماتو د له منځه تللو مخه ونیسي او د افغانستان اقتصاد بیارغونه کې مرسته وکړي ".

په دې لس ماده ییز بیان کې د دې مرستو د پراخېدو د مالي لګښت د سرچینو په اړه څه نه دي ویل شوي خو ټېنګار یې کړی چې د مرستو پر وړاندې شته خنډونه باید لرې شي.

په تېرې اګست میاشت کې پر واک د طالبانو له ولکې وروسته بهر کې د افغانستان مالي پانګه کنګل شوې او یو لړ مالي بندیزونه پرې لګول شوي دي.

دا بندیزونه افغانستان ته د مرستو رسولو برخه کې یو لوی خنډ بلل کېږي، ځکه نړیوالې مرستندویه ټولنې نه شي کولی دغه هېواد ته مرستې ورسوي.

د لوېدیځو دیپلوماتانو په دې ګډ بیان کې د "ژورې اندېښنې په ښودلو سره" له شپږم ټولګې پورته نجونو ته د زدکړې حق نه ورکولو یادونه شوې. دوی په دې بیان کې د نجونو پر زدکړه او په ټولو برخو کې ښځو ته د کار حق پر ورکولو ټېنګار کړی.

طالبانو په ناروې کې ژمنه وکړه چې راتلونکی پسرلی به په ټول افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي. د لوېدیځو دیپلوماتانو په ګډ بیان کې د طالبانو د دې ژمنې هرکلی شوی.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ حق ورنکړل شو. خو په تدریج څو ولایتونو کې نجونو وکولی شول چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

خو د کابل په کډون په اکثرو ښارونو او ولایتونو کې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته دتګ حق نه لري.

لوېدیځو دپلوماتانو د بشري حقونو پر ارزښت هم ټېنګار کړی او په دې ګډ بیان کې یې له طالبانو غوښتي چې د نیولو، لادرکه کولو، د رسنیو د ځپلو، وژنو ، ربړونې او نورو په ګډون " پر بشري حقونو د تیرې مخنیوي کې لا ډېرې هڅې وکړي".

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې طالبانو هغه فعالانې نیولې چې د دوی پرضد لاریونونو کې برخه اخستې وه. طالبانو پر رسنیو هم یو لړ محدودیتونه لګولي او د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته د مخکني حکومت امنیتي چارواکو او سرتیرو د نیول کېدو، وهلو او وژلو رپوټونه ورکړل شوي دي.

که څه هم طالبان وايي چې ټولو ته یې عمومي بښنه کړې، خو ځینو چارواکو یې دا منلې چې له دې بښنې سرغړونه شوې. طالبانو دغه راز له خپلو لیکو د هغو کسانو د ویستلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی چې سرغړونې یې کړي دي.