کرېکټ بورډ: لسګونه هغه کسان مو ګوښه کړي چې د اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي وو

    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي - کابل

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې ادارې د اجرائیه مشر له ګوښه کېدو دوه ورځې وروسته وايي په تېر نږدې یوه کال کې یې کابو اتیا هغه کسان له دندو ګوښه کړي چې د اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي وو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي نن چارشنبه کابل کې یوې خبرې غوندې ته وویل، ډېر ژر به د دې ادارې لپاره نوی اجرائيه مشر معرفي شي.

په پخواني اجرائيه مشر لطف الله ستانکزي د ناسم مدیریت او له نورو مدیرانو سره د ناسم چلن تورونه وو. خو نوموړي دا تورونه رد کړي او وایي، یوازې د بورډ غړي د ده د ګوښه کولو صلاحیت لري. ‌

تمه وه د کرېکټ بورډ په نننۍ خبرې ناسته کې د لطف الله ستانکزي پر ځای بل کس د اجرائیه رئیس په توګه اعلان شي، خو دا چاره د اوس لپاره ځنډېدلې.

د افغانستان په کرېکټ بورډ کې دننه د ادلون بدلون پر ستونزو سربېره، په دغه اداره کې د فساد خبره هم مطرح کېږي.

ښاغلی یوسفزی وايي چې تېر کال بورډ د بودیجې کمښت سره مخ و، خو سږ یې اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی. هغه د بودیجې د کمښت یو دلیل اضافي ګومارنې وبللې.

په افغان کرېکټ بورډ کې وروستۍ ناندرۍ:

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د دې ادارې اجرائیه مشر لطف الله ستانکزی یې د "خرابې کارکردګۍ" له امله له خپلې دندې ګوښه کړی دی.

خو پخپله لطف الله ستانکزي هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو، د کرېکټ بورډ مشر له دندې د ده ګوښه کولو واک نلري، او دا کار د بورډ د غړو دنده ده.

لطف الله ستانکزی تېر کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس په توګه ګومارل شوی و.

تر ده وړاندې شفیق ستانکزي د څو کلونو لپاره دا دنده پر مخ وړله، خو په ۲۰۱۹ کال کې یې کاري موده بشپړه شوه او تمدید نه شوه.

تر هغه وروسته دا دنده په موقت ډول اسدالله خان ته وسپارل شوه، چې د تېر کال نړیوال جام سیالیو پر مهال یې ترسره کړه، خو وروسته لطف الله ستانکزی دې دندې ته د یو شمېر نورو کاندیدانو له منځه غوره کړل شو.