کرېکټ: کورونا وېروس له کبله د ای پي اېل لوبې ځنډېږي

د ۲۰۲۰ کال لپاره د هند سوداګریزې کرېکټ لوبې یا ای پی اېل ښايي د کورونا وېروس روان بحران له کبله یو ځل بیا وځنډول شي.‌ ټاکل شوې وه چې دا لوبې د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۹مه نېټه پیل شوې وای،‌ خو هند کې د کورونا وېروس وضعیت له کبله د اپرېل تر پنځلسمه ځنډول شوې وې.‌

خو د هند حکومت اعلان کړی چې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه د می میاشتې تر ۳مې نېټې غځوي، او تمه نه کېږي چې دا لوبې دې سبا چارشنبه پیل شي.‌

د هند په سوداګریز لوبو کې هر کال د نړۍ له ګڼو هېوادونو ستوري لوبغاړي برخه اخلي.‌ د افغانستان لخوا راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن ځدراڼ له څو کلونو راهیسې په دې سیالیو کې لوبېږي.‌

د هند کرېکټ بورډ (بي سي سي ای) تر اوسه د دې لوبو لپاره نوې نېټه نه ده اعلان کړې. د بورډ مشر ساراو ګنګولي ویلي،‌ دوی به وضعیت څاري، خو په اوسنیو شرایطو کې هېڅ هم نشي کولی.

نوموړی وایي، اوسمهال په ټوله نړۍ کې حالت داسې نه دی چې سپورتي لوبې یا سیالۍ دې ترسره شي.

د ای پي اېل سیالۍ له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د مارچ او جون میاشتو ترمنځ ترسره کېږي.

په ۲۰۰۹ کال کې دا سیالۍ د امنیتي‌ اندېښنو له کبله په سویلي‌ افریقا کې او همدا راز د ۲۰۱۴ کال لوبو یوه برخه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وې.‌

یاده دې وي چې له دې وړاندې د پاکستان کورني کرېکټ یا پي اېس اېل لوبې هم د کورونا وېروس وضعیت له کبله ځنډول شوې وې.

دا لومړی ځل و چې د پاکستان سوپر لیګ ټولې لوبې په پاکستان کې دننه ترسره کېدلې.

د نړۍ په لر او بر کې هر ډول سپورتي سیالۍ دا مهال د کورونا وېروس پر وړاندې د لګېدلیو بندیزونو له کبله په ټپه ولاړې دي. ‌