افغان کرېکټ لوبغاړی قیس احمد د انګلستان کاونټي کرېکټ کې واخیستل شو

افغان کرېکټ لوبغاړی قیس احمد به ۲۰۲۰ کال کې د برتانیا ګلوسټرشایر کاونټي کرېکټ کلب سره ملګری شي. ۱۹ کلن لېګ سپنر قیس احمد به د یاد کرېکټ کلب لپاره په شل اوریزو او فاینل شپږ اتلولۍ سیالیو کې ولوبېږي.

دغه ځوان لوبغاړي په سپتمبر میاشت کې له بنګله دېش سره په ټیسټ لوبه کې برخه درلوده او دغه راز یې د اسټرالیا په بګ باش کرېکټ سیالیو کې د هوبارت هورېکنز له لوري ونډه اخیستې.

نوموړی دا وروستیو کې د انګلستان راتلونکي دوبي سل توپیزو سیالیو لپاره د ویلش فایر له لوري د شپیته زره پاونډو بدل کې اخیستل شوی و.

د ګلووسټر شایر روزونکی ریچارډ ډاوسون وايي:

''موږ د ۲۰۱۹ کال کې خورا پیاوړې سیالۍ درلودې او قیس به د خپلې لوبې - بدلونکې وړتیا پر مټ له موږ سره مرسته وکړي چې د لوبې په لنډ او اوږده فارمیټ کې پرمخ لاړ شو. ''

ښاغلی ډاوسون زیاتوي:

''دی د نړۍ له خورا جالبو ځوانو سپنرانو یو دی او زه هیله من یم چې دی به زموږ شل اوریزو او کاونټي سیالیو ته نور اهمیت وروبښي. ''

بل لور ته قیس په دې تړاو وايي:

''د نړۍ په لر او بر کې مې د شل اووریزو سیالیو پر مهال تل ارمان و، چې انګلستان کې فرسټ کلاس کرېکټ وکړم چې له سره توپ سره مې وړتیا لا ډېره شي. له ډاوسون سره یو ځای د لوبې ته هیله من یم. ''