تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کرېکټ راتلونکي لپاره تمې
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د ځوانو لوبغاړو په لوبېدو سره اوس د افغان لوبډلې نیمګړتیاوې پوره کېږي. مخکې پر افغان ملي لوبډلې نیوکې دا وې چې د توپ وهنې برخه یې کمزورې ده خو د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبو ته په کتو سره ښکاري چې دغه کمی اوس په بشپړېدو دی.
د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سياليو کې د افغانستان ملي لوبډلې څلورو لوبغاړو د نيوزيلنډ لوبډلې پر وړاندې نیمې سلیزې ووهلې او هدف یې هم لوړ یعنی ۳۱۰ منډې ورته وټاکه.
بل پلو د افغان لوبډلې ځوانو توپ اچونکو وروستیو لوبو د کرېکټ نړیوال تبصره کوونکي ګوته په غاښ کړي دي. قیس احمد دا مهال د نولس کلونو نړیوال جام سیالیو هغه لوبغاړی دی چې تر ټولو زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.
تر راشد خان وروسته اوس تر ډېره تبصرې پر مجیب ځدراڼ، قیس احمد او ظاهر خان کېږي.
د نيوزيلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې چې په مخکنیو سیالیو کې یې خپلو سیالانو ته آن تر ۴۰۰ ډېرې منډې هدف ایښی وو، د افغان توپ اچونکو په وړاندې تر ډېره مقاومت ونه شو کولای. ځکه د افغان لوبغاړو توپ اچونه دومره پیاوړې وه چې لوبه یې د ۲۰۲ منډو په توپیر وګټله.
د استرالیا او نيوزيلنډ لوبغاړي تر ډېره په تېزو توپ وهونکو ښې منډې جوړوي خو په ورو توپ اچونکو بیا ښې منډې نه شي جوړولای.
د نيوزيلنډ د نن ورځې په خبرونو او رسنیو کې تر ډېره د افغانستان او نيوزيلنډ تر منځ پر لوبې زیاتې خبرې شوي او دا هم پکې ویل شوي چې هېڅ داسې تمه نه کېدله چې افغان لوبډله دې د دوی لوبډله ماته کړي، ځکه د دغو سیالیو په لړ کې یې تر دې مخکې هېڅ لوبه نه وه بایللې.
افغانستان د دوشنبې په ورځ له استرالیا سره په نیمه پایلوبې کې سیالي کوي، ښايي نيوزيلنډ ته تر ماتې ورکولو وروسته اوس استرالیا هم دغې لوبې ته د لوبغاړو پر غوراوي له سره فکر وکړي.
خو د کرېکټ د شننکو په باور که افغانستان نيوزيلنډ ته ماته ورکولای شي نو پایلوبې ته د موندلو چانس یې هم ډېر دی.