کرېکټ: وېسټ انډیز له افغانستانه یو ورځنۍ لوبه وګټله

د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د کرېکټ یو ورځنۍ لومړنۍ لوبه چې د هند لکنو ښار کې وشوه، وېسټ انډیز په اوو وېکټو وګټله.

د لوبې پچه د وېسټ انډیز لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان د ۴۵ اعشاریه دوه اوورنو تر لوبې پورې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۹۴ منډې وکړې.

په ځوابي لوبه کې وېسټ انډیز د ۴۶ اعشاریه درې اوورنو له لوبې وروسته ۱۹۷ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. دې سره وېسټ انډیز دغه لوبه داسې حال کې په اوو وېکټو وګټله چې ۲۱ توپونه یې لا هم پاتې ول.

که څه هم د افغانستان اوپنرانو یا د لومړي سر لوبغاړو ډېرې منډې و نه کړې، خو وروسته د رحمت شاه او اکرام علي خېل لوبې ته په کتو سره داسې ګومان کېده چې د افغانستان ټولټال منډو شمېر به تر دوه سوه شلو یا دېرشو پورې ورسېږي، خو په وروستیو دوو اوورونو کې افغان لوبډلې نژدې پرلپسې څلور وېکټې له لاسه ورکړې او د ۱۹۴ منډو پر ټولټال سکور لوبه پای ته ورسېده.

رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۶۱ او اکرام علي خېل ۵۸ منډې کړې.

د دې سیالیو په لړ کې به دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزه او یوه ټېسټ لوبه کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ پر ملي تلویزیون ښودل کېږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له تېرو لسو ورځو راهیسې په لکنو ښار کې دې سیالیو ته چمتووالی کاوه.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان وایي، په ملي لوبډله کې دا ځل ځینو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی او ډاډه دی چې دا ځوانان به ښه وځلېږي.

دا به د نوي روزونکي لانس کلوزنر په مشرۍ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وي.

نوموړی څه موده وړاندې د فېل سېمنز پر ځای د افغان لوبډلې روزونکی وګومارل شو.

یاده دې وي چې فېل سېمنز اوس د سیالې ویسټ انډیز لوبډلې روزونکی دی.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې فېل سېمنز د افغان لوبډلې روزونکی پاتې شوی نو ځکه یې وړتیاوې او نیمګړتیاوې ورته ښې مالومې دي، چې دا خبره ښایي د‌ وېسټ انډیز لوبډلې په ګټه تمامه شي.

افغان لوبډله په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې تر اوسه د ویسټ انډیز له لوبډلې سره ۶ ځله مخامخ شوې چې په دریو لوبو کې یې بریا خپله کړې، په دوو کې یې ماتې خوړلې او یوه لوبه بې پایلې وه.

یو ورځنۍ لوبې به د نومبر میاشتې له شپږمې تر ۱۱مې نېټې او شل اوره به د همدې نومبر میاشتې له ۱۴ تر ۱۷مې پورې کېږي.

ټیسټ لوبه به د نومبر له ۲۷ د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. دغه ټولې لوبې به به د هند اترپردېش په لکنو کې وشي.

تاسې کولای شئ د ورځې په اوږدو کې د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه او فېسبوک پاڼه د لوبې وروستی حال مالوم کړئ.‌