شپږیزه کرېکټ: کابل بازانو او بند امیر ښامارانو خپلې لوبې وګټلې

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د پنجشنبې پر ورځ د افغان کرېکټ لیګ (شپږیزې) په اوومه سیالۍ کې د بوست ساتونکو او کابل بازانو تر منځ لوبه کابل بازانو د ۲۵ منډو په توپير سره وګټله. د لوبې پچه د اصغر افغان په مشرۍ همدې لوبډلې وګټله او د ټولو ۲۰ اوورنو له لوبې وروسته یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې.
د کابل بازانو له لوري يونس احمدزي ۳۵، اصغر افغان ۲۵، حضرت الله ځاځي ۲۰ او محمد سردار هم ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بالنګ برخه کې د بوست ساتونکو له لوري نصرت الله ۲، دولت ځدراڼ، ضيا الرحمان، ګلبدين نایب او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
په ځوابي لوبه کې د ګلبدین نایب په مشرۍ بوست ساتونکو ټوله لوبډله په ۱۸.۱ اورونو کې وسوځېدله او ۱۱۹ منډې يې وکړې، چې دې سره یې د ۲۵ منډو په توپير سره کابل بازانو ته لوبه بایلوده. د بوست ساتونکو له لوري حشمت الله شهيدي ۳۵، بهار شينواري ۲۲ او وقار الله اسحاق ۱۵ منډې وکړې او د کابل بازانو له لوري ټينډای چټارا، امير حمزه او وقار سلام خېل ۲-۲، اصغر افغان او سميع الله شينواري ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې تر دې مهاله پورې د کابل بازانو لوبډلې په شپږيزه کرکټ ليګ کې درې پرلپسې سياليو کې بريا خپله کړې چې د ۶ نومرو درلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري.
له دې مخکې نن ګهیځ د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښاماران له امو نهنګانو سره لوبه کې د روانو سیالیو لومړنۍ بریا ته ورسېدل.

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د شاه پور ځدراڼ په مشرۍ امو نهنګانو لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډې وکړې، چې د ابراهيم ځدراڼ ۶۲ او د ميروېس اشرف ۱۳ منډې هم پکې شاملې وې. د بند امير ښامارانو له لوري فريد احمد ۳، نجات مسعود او ظاهر شهزاد ۲-۲، مجیب الرحمن او باطن شاه بيا ۱-۱ ويکټه ترلاسه کړه.
په ځوابي لوبه کې د بند امير ښاماران په ۱۷.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف ته ورسېدل او په ۷ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري جاوېد احمدي ۶۲ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د بند امیر ښامارانو لوبډلمشر راشد خان ټپي کېدو له کبله جاوید احمدي نن د دغې لوبډلې مشري کوله. د افغان کرېکټ بورډ له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې سبا د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه به د شپږيزې کرکټ ليګ په ۸مه سیالۍ کې د امو نهنګانو او بوست ساتونکو لوبډلې مخامخېږي او دویمه لوبه به د مس عينک اتلانو او سپين غر زمريانو تر منځ کېږي.








