فیفا: ایران کې ښځې له دې وروسته فوټبال لوبغالو ته تللی شي

ایراني ښځو ازادۍ لوبغالي کې د پرسپولیس لوبډلې د هڅوونکو په توګه ګډون کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایراني ښځو ازادۍ لوبغالي کې د پرسپولیس لوبډلې د هڅوونکو په توګه ګډون کړی

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا ویلي دي، له ایراني چارواکو سره تر خبرو وروسته دوی ته ډاډ ورکړل شوی دی چې ایران کې به ښځې له دې وروسته اجازه ولري چې د لوبو د کتلو لپاره د فوټبال لوبغالو ته ولاړې شي. ایران تر اوسه په دې اړه رسماً کوم اعلان نه دی کړی.

فیفا ویلي، راتلونکې میاشت ایران د نړیوال جام غوراوي په لړ کې لوبه لري، او ښخې به وکړای شي چې دې لوبې کتلو لپاره لوبغالي ته ورشي.

د فیفا مشر جیاني انفانټینو ویلي، د یوې ایرانۍ فوټبال مینه والې له ځان سوځونې او مړینې وروسته یې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

د فیفا چارواکي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ایران کې وو او غواړي چې د اکتوبر پر لسمه نېټه د ایران او کمبوډیا ترمنځ د نړیوال جام د غوراوي لوبې پر وخت ښخې هم په لوبغالي کې موجودې وي.

د فوټبال لیدونکي

د عکس سرچینه، FIFA.com

د عکس تشریح، په ایران کې د فوټبال سیالیو له نژدې لیدو پر ښځو لاهم بندیز دی چې په وروستیو کلونو کې د ښځو ځینو فعالانو هڅې وکړې دا بندیز لیرې شي، خو ډېری ې ونیول شول او له محاکمې سره مخامخ شول.

د ایران د سړیو فوټبال ملي لوبډله به تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې (اکتوبر ۱۰مه) د تهران ازادۍ لوبغالي کې د قطر ۲۰۲۰ نړیوال جام مقدماتي سیالیو لپاره سیالي وکړي.

د فیفا پر رسمي ټوېټر د شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره شوې چې وايي: "ایراني ښځو ته باید د فوټبال سټوډیومونو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي".

فیفا وايي: "د فیفا دریځ روشانه او ټینګ دی. ښځې باید ټولې سیالۍ له نژدې وګوري". د ایران فوټبال فدراسیون د فیفا غړیتوب لري چې د دغه نړیوال بنسټ د قوانینو منلو ته باید ژمن وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د فیفا د غړو شمېر د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو پرتله ډېر دی.

وړاندې د ایران د فوټبال فدراسیون یوه جګپوړي چارواکي غلام حسین زمان آبادي ازادۍ سټوډیم کې د ښځو د حضور د رپوټونو په غبرګون کې ویلي وو "ښځې د انټرنېټ له لارې د لوبو ټیکټ اخیستی شي، خو حضور یې حتمي نه دی".

په ایران کې د فوټبال سیالیو له نژدې لیدو پر ښځو لاهم بندیز دی چې په وروستیو کلونو کې د ښځو ځینو فعالانو هڅې وکړې دا بندیز لیرې شي، خو ډېری ې ونیول شول او له محاکمې سره مخامخ شول.

سحر خدایاري

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، سحر خدایاري

دوه اونۍ وړاندې سحر خدایاري چې په "ابي نجلۍ " مشهوره شوه، د ایران غوره لیګ سیالیو کې د حاضرېدو د هڅې په تور محکمه کې تر حاضرېدا وروسته ځان وسوځاوه چې څو ورځې وروسته ومړه.

د روان کال لومړیو کې فیفا ایران ته خبرداری ورکړی و، که ښځو ته سټوډیمنو کې د لوبو د نژدې کتلو اجازه ور نه کړي، ایران به له بندیزونو سره مخامخ شي.