تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: توکیو کې د رګبي بوډا لوبغاړو پالنه
د رگبي لوبې د نړیوال جام سیالۍ روانه میاشت په جاپان کې جوړېږي، خو مخکې له دې چې دغلته نړیوالې لوبې پیل شي، ۱۵۰ کلبونو له څلوېښت کلنۍ د لوړ عمر لوبغاړو لپاره سیالۍ چمتو کړې دي.
په جاپان کې د رګبي ۱۲۰۰۰۰ لوبغاړي شته، چې د ۱۰۰۰۰ عمرونه یې تر ۴۰ کلونو لوړ دي.
په دغو سیالیو کې د پلازمېنې توکیو اړوند د فواکو نومي کلب درې لوبغاړو چې عمرونه یې ۹۰ کلونو ته رسي هم برخه اخیستې ده.
۸۶ کلن ریوچي نګایاما (لاندې کيڼې خوا ته) وايي: "تاسو دلته له بل سره مبارزه کوئ، خو له سیالۍ وروسته یوځای کېدل له خوښیو ډک وي."
"موږ پر دې غږېږو چې له نورو سره څرنګه سیالي وکړو، او ځینې په غوسه وي چې موږ څنګه لوبه وکړه. فضا ډېره خوندوره ده".
ښاغلی نګایاما وايي: "له هغه راهیسې چې له فوواکو کلب سره یوځای شوی یم، څو ځلې مې خپل سیال ته ماتې ورکړې ده."
بل ۷۱ کلن لوبغاړی ټوني هارټلې اصلاً د برتانیا دی.
دی وايي: "زه توکیو کې وم له یوه نژدې کس سره غږېږم. هغه راته وویل کلب ته به مې وروپېژني، راتلونکې اونۍ یې دا کار تعقیب کړ او زه له اوو کلونو راهیسې تر اوسه دلته لوبېږم."
انځورونه د: Kim Kyung-Hoon دي