تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټېسټ کرېکټ: رحمت شاه او اصغر افغانستان پر بنګله دېش برلاسی کړ
د افغانستان او کوربه هېواد بنګله دېش ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه په چته ګورام ښار کې روانه ده.
د لومړۍ ورځې لوبې تر پایه افغانستان ۲۷۱ منډې کړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو. اصغر افغان په ۸۸ او افسر ځاځی په ۳۵ منډو پر وېکټه ولاړ وو.
د پنجشبنې پر سهار پچه د افغان لوبډلې نوي کپتان راشد خان وګټله او په خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د افغانستان د لوبې پیل ډېر ښه نه و او اوپنر احسان جنت یوازې په ۹ منډو وسوځېد.
له ده سره بل ځوان اوپنر ابراهیم ځدراڼ په لومړي ځل د ملي لوبډلې لپاره لوبه کوله.
دی هم ډېر پر وېکټه باتې نه شو او په ۲۱ منډو وسوځېدو. ورپسې حشمت الله شهیدي هم په ۱۴ منډو وسوځېد.
خو له دې وروسته د افغانستان دوه مشران توپ وهونکي رحمت شاه او پخوانی کپتان اصغر افغان پر وېکټه ودرېدل او د ۱۲۰ منډو په ملګرتیا یې د افغانستان پاڼۍ سمبال کړه.
رحمت شاه په ۱۰۲ منډو وسوځېد چې لس څلوریزې او دوه شپږیزې هم په کې وې.
د ده له سوځېدو وروسته محمد نبي هم یوازې درې توپونه ولوبولی شول او په صفر اوټ شو.
خو ورپسې اصغر افغان له وېکټ ساتونکي افسر ځاځي سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړ او د افغانستان منډې یې تر ۲۵۰ واړولې. دوی دواړه به سبا جمعه د لوبې پر دویمه ورځ د افغانستان لومړۍ پاڼۍ بیا پیلوي.