ګلبدین نایب: د نیوزیلنډ پر وړاندې باید 'افغاني' لوبه وکړو

د افغان کرېکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې کپتان ګلبدین نایب له خپلو لوبغاړو غواړي چې د نړیوال جام سیالیو لړ کې له نیوزیلنډ لوبغاړو سره د مخامخ کېدو په صورت کې په (افغاني) بڼه لوبه وکړي.

نوموړی وايي، زموږ لوبغاړي باید د نیوزیلنډ لوبډلې له ستورو متاثر نه شي. ښاغلی نایب دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا شنبه راتلونکې سیالۍ له همدې لوبډلې سره لري چې د نړیوال جام سیالیو جدول په سر کې ځای لري او مخکینۍ دواړه لوبې یې ګټلې دي.

بل لور ته افغانستان له دې مخکې د نړیوال جام سیالیو کې دوې لوبې کړې چې دواړه یې بایللې دي.

افغان لوبډلې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې له شپږو پنځه لوبې بایللې وې، خو اوس لوبډلمشر ګلبدین نایب وايي، دا ځل حالات بدل دي. د کرېکټ نړیوالې شورا په یوه اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویلي شوي:

''اوس هر څه بدل شوي. ۲۰۱۵ کال کې زموږ لپاره د نړیوال جام سیالیو کې لومړی ځل ګډون کړی و، خو دا ځل یوازې د ګډون کولو لپاره نه یو راغلي. دا ځل د یو څه کولو لپاره راغلي یو، چې نړیوالو ته وښیو موږ د ۲۰۱۵ کال په څېر لوبډله نه یو. ''

نوموړی وايي، په تمریناتي لوبو کې له پاکستان او اسټرالیا سره د افغان لوبغاړو لوبه د خورا لوړ معیار وه او له نیوزیلنډ سره به لوبه کې هم 'د مشهورو لوبغاړو نومونو ته له پام کولو پرته ' د هغوی پر وړاندې خپله طبیعي لوبه کوي.

ښاغلی نایب مني چې په نیوزیلنډ لوبډله کې د ټرینټ باولټ په څېر تجربه کار لوبغاړي شته، خو په وینا یې د ده ملګري به افغان ډوله طبیعي لوبه کوي او هیله من دی چې له وسه سره سم به ښه لوبه وکړي.

د یادونې ده چې د نیوزلنډ مارټ هنرې دا مهال په نړیوالو سیالیو کې تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستي او دغه راز د نیوزیلنډ روس ټایلر او ټرینټ بوولټ د کرېکټ نړیوالې شورا بالرانو او بېټسمینانو په درجه بندۍ کې له دریو سر لوبغاړو بلل کېږي.

بل لور ته په افغان لوبډله کې له نیوزیلنډ سره له مخامخ کېدو مخکې د ویکټ ساتونکي او اوپنر توپوهونکي محمد شهزاد ټپي کېدو له کبله یو بدلون هم راغلی، چې د ګلبدین نایب په خبره نشتوالی به یې محسوس وي، خو په وینا یې دوی هیله من دي چې ځوان بدیل لوبغاړی به یې تشه ډکه کړي.

د ۳۱ کلن شهزاد محمدي پر ځای اکرام علي خېل اوس دې سیالیو کې د افغان لوبډلې ملګرتیا ته بلل شوی دی.