تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام: د دهوني پر دستکښو پوځي نښان جنجالي شو
یو شمېر هندیانو له هغه وروسته د دغه هېواد له کرېکټ لوبغاړي ایم ایس دهوني دفاع کړې چې د کرېکټ نړیوالې شورا 'ای سي سي ' له نوموړي وغوښتل د وېکټ ساتنې له خپلو دستکښو یا 'لاس موغانو ' پوځي نښان لېرې کړي.
دهوني چې په هند کې د ځمکني هندي پوځ په نامه د یوه احتیاطي ځواک غړیتوب لري، پر خپلو دستکښو د ځانګړي ځواک نښان ټومبلی دی. ای سي سي وايي، دا قوانینو ته بې احترامي ده، خو په وینا یې نوموړی به نه جریمه کېږي.
د هند کرېکټ چارواکي وايي، دهوني به دغه حکم و نه مني.
هند کې د کرېکټ کنټرول بورډ (بي سي سي ای) یوه لوړ پوړي چارواکي پي ټي ای خبري اژانس ته ویلي، ای سي سي ته یې عریضه استولې چې دهوني ته د همدې دستکښو پر لاس کولو اجازه ورکړي، خو دې سره نوموړي زیاته کړې، دی به بې له هغه هم همداسې کوي.
دغه نښان چې یو کوماندويي خنجر ښيي په هند کې د بلیدان (قربانۍ) سمبول بلل کېږي.
کله چې نوموړي له سویلي افریقا سره د نړیوال جام سیالیو کې د هند لومړنۍ لوبه کې دغه لاس مغي پر لاس کړل، د لوبې ډېری هنديي ننداره کوونکو یې ستاینه وکړه.
په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هندیانو د ایم اس دهونی د دغې کړنې دفاع کړې، داسې ښکاري چې د ای سي سي امر ته ډېر اهمیت نه دی ورکړل شوی.
ګڼ شمېر هندیانو په ټویټر پیغامونو کې ویلي، دوی پر دهوني او هندي پوځ ویاړي. ځینې نورو بیا ای سي سي ته مشوره ورکړې چې پر لوبڅارنې توجه وکړي.
د دوی اشاره د پنجشنبې پر ورځ د اسټرالیا او ویسټ انډیز تر منځ لوبې ته وه چې لوبڅار لوبغاړي کریس ګیل ته د دریو توپونو دورانیه کې په تېروتنه دوه ځله اوټ ورکړ.
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی دهوني لوبو کې د پوځ پلویتوب په دغسې ناندریو کې ښکېل کېږي.
مارچ کې نوموړي د یوې نړیوالې لوبې بهیر کې د خپلې لوبډلې پر غړو پوځي رنګه خولۍ ووېشلې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو د یوه برید قربانیانو او هندي پوځ سره د خواخوږۍ څرګندولو په توګه یې بلل.