پاکستاني وزیر د پوځي خولۍ پر سر هندي لوبغاړو شکایت کړی

پاکستان کې د اطلاعاتو او نشریاتو فدرالي وزیر فواد چودري د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې د هند کرېکټ ملي لوبډلې خلاف اقدام وکړي.

نوموړې دغه غوښتنه د هند او اسټرالیا ملي لوبډلو تر منځ رانچۍ کې له یوې ورځنۍ لوبې وروسته کړې.

هندي لوبغاړو د اسټرالیا مقابل کې د دغې لوبې بهیر کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پلوامه سیمې ځانمرګي برید کې وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره پوځي خولۍ پر سر کړې وې.

ښاغلي چودري پر ټویټر پاڼه لیکلي:

''دا کرېکټ نه دی، زه هیله من یم چې د معتبرو شخصیتونو لوبې ته د سیاست ورګډونکو خلاف به ای سي سي اقدام وکړي ''

نوموړی وايي، ''که د هندي لوبغاړو مخه و نه نیول شي، پاکستاني لوبغاړي باید په کشمیر کې د ظلم په تړاو د نړیوالو پام رااړولو لپاره تورې پټۍ وتړي. ''

نوموړي د پاکستان له کرېکټ بورډه 'پي سي بي ' په ټینګار سره غوښتي چې رسمي احتجاج وکړي.

له دې مخکې د هند کرېکټ بورډ 'بي سي سي ای ' په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و ''هندۍ لوبډله پلوامه ترهګریز برید کې د وژل شویو او پوځ سره د همغږۍ څرګندولو لپاره کیمو فلاژ خولۍ پرسروي. ''

د دغې لوبې له پیله مخکې د هند کرېکټ لوبډلې مخکیني لوبډلمشر مهندر سینګ دهوني پر لوبغاړو پوځي خولۍ ووېشلې چې د هند کرېکټ بورډ بي سي سي ای ځانګړي نښانونه پرې ټومبل شوي وو.

هندي لوبغاړو د لوبې تر پایه د دودیزو اودي یا اسماني رنګه خولیو پر ځای دغه پوځي خولۍ پر سر کړې وې.

هند دغه لوبه د ۳۲ منډو په توپیر اسټرالیا ته وبایلله، چې د اسټرالیا بریا کې د پاکستاني الاصله لوبغاړي عثمان خواجه ۱۰۴ منډې خورا مهمې بلل کېږي.

دغه لوبه کې لومړی اسټرالیا لوبه وکړه او ټولو پنځوسو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۱۳ منډې وکړې.

هند لوبډله په لومړنیو اورونو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوه او د ټولټال ۲۷ منډو له جوړولو وروسته یې درې اوپنران له میدانه بهر شول.

وروسته د هند لوبډلې مشر وراټ کوهلې د ۱۲۳ منډو جوړولو سره هدف ته د خپلې لوبډلې رسولو ښه هڅه وکړه، خو نوموړی بریالی نه شو او ټوله هندۍ لوبډله د ۲۸۱ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.