افغان کرېکټ لوبډله د خپل تاریخ دویمه ټیسټ لوبه کې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره ټېسټ لوبه نن 'د مارچ ۱۵م ' پیل کړه. د لوبې پچه 'ټاس ' ایرلنډ وګتله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ایرلنډ د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې. د ایرلنډ لوبډلې لپاره ټیم مورته تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

افغان بالرانو کې محمد نبي او یمين احمدزيدرې- درې او راشدخان او وقار سلامخېل دوې، دوې ويکټې واخیستې. ددې لوبو کوربه توب د هند په دېرهدون کې افغان لوبډله کوي او دا یې لومړی ځل دی چې د ټیسټ لوبې کوربه دی.

افغانستان دغه لوبه کې څو شېبې مخکې د یوې ويکټې په له لاسه ورکولو سره ۴۸ منډې جوړې کړې.

احسان الله جنت د ۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځيد او محمد شهزاد او رحمت شاه د لوبې ډګر کې وو. افغانستان دې لوبه کې درې نوي لوبغاړي لوبوي.

وقار سلامخېل، احسان الله جنت او اکرام علي خېل لومړی ځل د افغانستان لپاره په ټیسټ لوبه کې لوبېږي.

دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ دویمه ټېسټ لوبه ده. لوبه د هند په دهرادون ښار کې ترسره کېږي. تر دې وړاندې افغانستان او ایرلنډ د لوبو دوې لړۍ کړې.

په درې شل اوریزو لوبو کې افغانستان له ایرلنډه ټولې وګټلې او د پنځو یوه ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه ایرلنډ وګټله او سیریز یې مساوي کړ.