تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د نجونو د والیبال سیالي
په کابل کې د نجونو ښوونځيو تر منځ د واليبال سیالۍ رابعه ليسې وګټلې.
په دغو لوبو کې د کابل د نجونو ښوونځيو ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبې ته يې د ثریا او رابعه لېسو لار ومونده.
دغو دواړو لوبډلو نورو څوارلسو هغو ته ماتې ورکړې. د رابعه ليسې لوبډلې مسوولان وايي، اووه کاله یې د دغو لوبو جام ګټي.
دا لوبې د افغانستان د پوهنې وزارت د بدني روزنې ریاست او د ښوونځيو د روغتیا برخې په کابل کې د نجونو د شپاړسو ښوونځيو تر منځ جوړې وې، چې رابعه ليسې لومړۍ، سوریا دویم او درخانۍ ليسې درېيم مقام خپل کړ.
د افغانستان د پوهنې وزارت مسوولان وايي، له دغو لوبو يې موخه د پوهنې وزارت د واليبال غوره لوبډلې جوړول دي.