تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ اسیا جام: افغان نولس کلنو ملي لوبډلې پیل په بریا وکړ
د افغانستان نولس کلونو ملي لوبډله د اسیا جام په خپلې لومړۍ لوبې کې د عربي متحده اماراتو له لوبډلې سره مخ شوه. د لوبې پچه یا ټاس افغان کیپټان رحمن الله ګربز وګاټه او سیاله لوبډله یې منډو جوړولو ته ور وبلله.
د اماراتو لوبډلې په ۴۴ اوور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډلې تر ټولو ډېرې منډې (۲۵) برانډن ادم وکړې.
د افغان توپ اچوونکو په ډلې کې بیا قیس احمد د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول عظمت الله او سمیع الله هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
له افغان لوري هم لومړی لوبغاړی په لومړي اوو کې وسوځېد. پاتې دوه نور لوبغاړي هم تر ډېره تم نه شول، خو وروسته یې لوبه ښه او تېزه شوه.
د افغانستان له لوري عظمت الله وتوانېد چې پنځوسیزه پوره کړي او په ۲۷ اوور کې یې ټاکل شوی هدف پوره کړ. لوبه افغان لوبډلې په پنځو ویکټو وګټله.
پاکستان د هانګ کانګ پروړاندې
په بله لوبه کې پاکستان هانګ کانګ ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه. د هند او نیپال ترمنځ هم لوبه روانه ده، هند نیپال ته ۳۰۵ منډې هدف ټاکلی دی.
د اسیا کریکیټ نولس کلونو جام نړیوالې (international (سیالۍ چې د سپتمبر له ۲۹ د اکتوبر تر ۷مې نېټې د بنګله دیش په چیتاکونګ کې دوام کوي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، هند، سریلانکا، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، هانګ کانګ او عربي متحده اماراتو لوبډلې سیالي سره کوي.
تېر کال دغه سیالۍ په مالیزیا کې ترسره شوې چې پایلوبې ته پکې د پاکستان او افغانستان لوبډلې وتلې وې.
افغان لوبډلې په پایلوبه کې د پاکستان لوبډلې ته پکې د ۱۸۵ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه. سږ کال هم تمه ده چې افغان لوبډله خپل د اتلولي عنوان وساتي.