تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د هند او پاکستان ترمنځ کرېکټ لړۍ ناشونې ده"
د هند حکومت له پاکستان سره د کرېکټ اړیکو د پیلولو امکان رد کړ.
نوی ډېلی وايي، د پاکستان له لوري پر پوله د زیاتېدونکو ډزو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ لړۍ پیلدل ناشوني دي.
د هندي رسنیو د رپوټ له مخې دا خبره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې یوې سلاکارۍ غونډې ته کړې ده.
سشما سوراج ویلي، د سرحدي تاوتریخوالي له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ "د کرېکټ ډيپلوماسۍ" لپاره هم حالات جوړ نه دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د کرېکټ لړۍ د پیلولو په هکله هغې وویل، چې د انساني همدردۍ لپاره د مېرمنو او بوډا بندیانو د خوشي کولو پر خیال غور کېږي:
"خو د پاکستان له لارې پر پوله د پرلپسې ډزو له امله د کرېکټ لړۍ د پیلولو امکان نشته".
سشما سوراج وايي، تېر یو کال کې د پاکستان له لوري پر سرحد د ډزو له ۸۰۰ ډېرې پېښې ریکارډ شوې دي.
د نوموړې په خبره، پر سرحد د ډېرېدونکي کړکېچ پرمهال داسې چاپېریال جوړېدلی نشي چې خپلمنځي لوبې پکې وشي.
دا لومړی ځل نه دی چې د هند حکومت خپله لوبډله له پاکستان سره له لوبېدلو ګرځوي.
د تېر کال مارچ کې هم د هند کرېکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو لړۍ(سیریز) د پیلولو لپاره له حکومت اجازه وغوښته، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ملي کرېکټ لوبډلې ته چانس ور نه کړ، چې په دوبۍ کې له پاکستان سره کرېکټ لوبې وکړي.
د هندي چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د کرېکټ نړیوال کونسل له لوري نويو راتلونکو چکري پروګرامونو کې د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ د کرېکټ سیالیو کوم مهالوېش نشته.
د پاکستان کرېکټ بورډ هم وايي، لوبډله به یې تر هغه په هند کې لوبې ونه کړي چې نوي ډېلي د ۲۰۱۴ کال د هوکړې له مخې پاکستان یا کوم بل هېواد کې له دوی سره لوبه نه وي کړې او په دې تړاو کوم بل جوړ جاړی نشي کېدی.