تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهزاد محمدي راتلونکې جنورۍ کې لوبې ته ستنېږي
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وويل، د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له خوا پر شهزاد محمدي بندیزونه لېرې شول او جنورۍ کې به لوبو ته راستون شي.
د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، پر ښاغلي محمدي د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د ممنوعه درملو خوړلو تور لګول شوی و، چې د قضیې مخته بېولو لپاره یو قانونپوه وکیل ورته ونیول شو.
ښاغلی مشعل زیاتوي، څېړنو ثابته کړه، چې شهزاد محمدي ممنوعه درمل خوړلي، خو دا کار یې په قصدي توګه نه دی کړی.
د کرېکټ نړیوالې شورا د ٢٠١٧ م کال په جنورۍ کې شهزاد له لوبو منع کړى و او اوس يې پرېکړه کړې چې له راتلونکې جنورۍ کولاى شي د کرېکټ لوبې ته بېرته ستون شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس، شکرالله عاطف مشعل وویل: ''موږ ډېر خوښ یو، چې شهزاد محمدي به راتلونکي کال بېرته کرېکټ ته راستون شي، هغه په نړیواله کچه د خپل استعداد او په زړه پورې کرېکټ له امله ډېر مینه وال لري. همدا راز دغه کار د کرېکټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبرداری دی، چې پوه شي د منع شوو درملو کارول جدي پایلې لري.''
مشعل وايي، تر یوې میاشتې پورې (د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ) به ښاغلی شهزاد بېرته لوبو ته راستون شي.
د روان کال په لومړیو کې شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د خوړلو په تور د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري له لوبې منع شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي دارو یې خوړلي.
د نوموړي په ملاتړ د افغان کرېکټ مینه والو پر ټولنیزو شبکو یو کمپاين هم وکړ چې په کې د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) غوښتل شوي و، دغه وتلی افغان توپ اچوونکی شهزاد محمدي وبښي.
شهزاد یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.