تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کرېکټ غوره لیګ بولۍ ته ۹ افغان لوبغاړي غوره شول
د پاکستان د (اېچ بي اېل) د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۱۸ کال اتلولیو ته ۵۰۱ کورني او بهرني لوبغاړي غوره شوي چې ۹ افغان کرېکټ لوبغاړي هم پکې دي.
ټاکلې ده د پاکستان راتلونکي غوره لیګ ته بولۍ د ۲۰۱۷ کال د نومبر پر ۱۲ پیل شي. د اېچ بي اېل په نوښت پاکستان غوره لیګ د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ کې پیلېږي.
په ورته مهال د روانې نومبر میاشتې پر لسمه د اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کرېکټ ملي لوبډلې پخپله لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په اوو ویکټو سخته ماتې ورکړه.
دا مهال د بنګله دېش شل اووریزه لیګ سیالو کې پنځه افغان لوبغاړي برخه اخلي.
د پاکستان د اېچ بي اېل غوره لیګ سیالیو د بولۍ نوملړ ته لاندې لوبغاړي غوره شوي:
- راشد خان
- محمد نبي عیسی خېل
- شاپور ځدراڼ
- نجیب الله ځدراڼ
- دولت ځدراڼ
- شرف الدین اشرف
- ګلبدین نایب
- سمیع الله شینواری
- ظاهر خان
د پاکستان غوره لیګ سیالیو ته تېر کال هم څلور افغان لوبغاړي وپلورل شول:
- محمد نبي عيسی خېل
- شهزاد محمدي
- مجیب الرحمن رحمن
- طارق ستانکزي
بهرنیو اتلولیو کې افغان لوبغاړي
په افغان لوبغاړو کې دا ځل په درېیو لوبډلو کې ځای شوي دي:
- راشد خان
- محمد نبي
- سمیع الله شینواری
- نجیب ځدراڼ
- ظاهر خان
نبي عیسی خېل او راشد خان د هند سږنیو سوپر لیګ سیالو ته هم پېرل شوي وو.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دغو دوو لوبغاړو د کارابین غوره لیګ سیالیو کې ګډون درلود.
راشد خان د کارابین کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې تاریخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې هټرېک وکړ.
دا په سي پي ال کې لومړنی هټرېک دی. د راشد خان هم لومړنی هټرېک دی.
راشد خان به د اسټرالیا په شل بېګ باش لیک کې د سږ کال په وروستیو کې د ایډلیډا سټرکر لوبډلې په ګټه لوبه وکړي.
بهرنیو اتلولیو کې ګډون افغان لوبغاړي له نویو تجربو سره مخامخ کوي او هم دا تجربې په کور د ننه له نورو لوبغاړو سره شریکوي.