د افغانستان او اردن فوټبال سیالي مساوي پای ته ورسېده

فوټبال

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په نننۍ لوبه کې د افغان ګول ساتونکي اویس عزیزي ځای حمیدالله وکیلي نیولی وو چې تر ډېره ښه وځلید او د ډېرو شوټونو مخه یې ونیوله

د افغانستان او اردن لوبډلو سیالي چې نن په تاجکستان کې ترسره شوه مساوي پای ته ورسېده.

لومړی ګول افغان لوبډلې وکړ، خو د اردن لوبغاړو یې ډېر ژر بېرته غچ واخیست. اردني لوبډله له خپل لومړي ګول سره زړه وره شوه او لږ شیبه وروسته یې دویم ګول هم وکړ. لومړۍ نیمايي ۲-۱ د اردن په ګټه پای ته ورسېده.

په دویمه نیمايي کې افغان لوبغاړو بریدګره لوبه پیل کړه او توپ هم تر ډېره د سیالې لوبډلې په میدان کې وو. همدې هڅو کار وکړ او افغان ځوانانو وکولای شول خپل دویم ګول وکړي. دریم ګول یې ډېر ښکلی وکړ.

لوبه تر ډېره د افغان لوبغاړو په واک کې وه. خو د لوبې په وروستیو شیبو کې اردني لوبغاړو هم پرله پسې بریدونه پیل کړل او باالاخره وتوانېدل لوبه مساوي کړي.

افغان لوبغاړي لیدل کېدل چې ډېره همغږي نه لري او هم کله چې دوی برلاسي وو د دفاع پر ځای یې تر ډېره پر بریدونو ټینګار کاوه.

خو دا د افغان لوبډلې لپاره تر پرله پسې وروستیو ماتو لومړنۍ لوبه وه چې ښايي د لوبډلې روزونکی او هم نورومسؤلین ورته خوښ وي.

په نننۍ لوبه کې د افغان ګول ساتونکي اویس عزیزي ځای حمیدالله وکیلي نیولی وو چې تر ډېره ښه وځلید او د ډېرو شوټونو مخه یې ونیوله. اویس عزیزي د زنګون ټپ له امله په دغې لوبې کې ونه لوبېد.