فوټبال: له ۱۶ کلنۍ د کم عمر افغان لوبډله د اسیا اتلولیو پر لور

له ۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډله داسې مهال اسیايي اتلولیو ته لار مومي، چې د لویانو لوبډلې داسې لږ فرصتونه موندلي

د عکس سرچینه، AFC/fb

د عکس تشریح، له ۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډله داسې مهال اسیايي اتلولیو ته لار مومي، چې د لویانو لوبډلې داسې لږ فرصتونه موندلي

د چین پر ضد د سویلي کوریا له بریا وروسته د افغانستان ۱۶ کلنو فوټبال لوبډلې د راتلونکي کال لپاره د اسیا اتلولیو ته لار وموندله. دا اسیايي اتلولیو ته د یوې افغان لوبډلې لومړنی تګ بلل کېږي.

له ۱۶ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو مقدماتي لوبې له تېرې اونۍ راهیسې روانې وې. افغان لوبډله په (بي) ګروپ کې له ایران، لبنان، قرغیزستان، او بوټان سره یوه ځای لوبېده.

افغانستان درې بریاوې درلودې او د ایران پر وړاندې یې یوه ماتې خوړلې، چې له کبله یې نهه پواینټونه وګټل.

د اسیا اتلولیو سیالۍ ته دا د افغان فوټبال لوبډلو له ډلې د یوې لوبډلې لومړنی تګ بلل کېږي

د عکس سرچینه، AFF/fb

د عکس تشریح، د اسیا اتلولیو سیالۍ ته دا د افغان فوټبال لوبډلو له ډلې د یوې لوبډلې لومړنی تګ بلل کېږي

د مخکښو لوبډلو تر منځ د سیالي په صورت کې یوازې ۶ دویم ځای درلودونکې لوبډلې مخامخ دغو سیالیو ته لاره مومي، افغانستان د سویلي کوریا او چین تر منځ د سیالیو پایلې انتظار کاوه.

دغه سیالۍ د صفر مقابل کې په یوه ګول د سویلي کوریا په ګټه پای ته ورسېده. دې سره تر ۱۶ کلنۍ د کم عمره افغانانو فوټبال لوبډله له دویم ځای ګټونکو پنځو لوبډلو یوه شوه او سیالیو ته یې لار وموندله. دغې لوبډلې دا وروستیو کې د اسیا مرکز سیالیو اتلولي هم ګټلې.

دغه سیالۍ به راتلونکی کال مالیزیا کې کېږي.

له ۱۶ کلنۍ کم عمره افغان فوټبال لوبډلې داسې حال کې اسیايي لوبو ته لار موندلې چې د لویانو افغان فوټبال لوبډلې نن سبا له دغه ډول فرصتونو خورا لږ برخمنه شوې.

د اسیا اتلولۍ فوټبال سیالۍ

د عکس سرچینه، AFC/fb

د عکس تشریح، دغه سیالۍ به راتلونکی کال مالیزیا کې ترسره کېږي