د بابا غر لوړې څوکې او اماتور غرختونکي

    • Author, نصیر بهزاد
    • دنده, بي بي سي افغانستان

د افغانستان په لوړو مرکزي سيمو کې یوه ډله ځوان غر ختونکي د بابا د غرونو لړۍ لوړو برخو ته د ځان رسولو هڅه کوي.

اته نجونې او له شلو ډېر نامسلکي غر ختونکي په لږو امکاناتو اته کیلومتره وړاندې تللي.

غرختنه څلور کاله وړاندې د افغانستان د سپورتي فدراسیونونو برخه وګرځېده او صدیقه میار نورستاني يې مشره شوه.

اوس بې تجربې او نوي غر ختونکي په بامیان کې د بابا غره د لړۍ په لمنو کې د محدودو وسایلو په کارولو غواړي د افغانستان په مرکزي او امن ولایت باميان کې دغه په زړه پورې سپورت ته پام ور وګرځوي.

دوی د یوه اماتور روزونکي له روزنې سره په نسبتاً زرغون موسم کې په یوه دېرش کسیزه ډله کې د غره په لور حرکت کوي.

له سرسري چمتووالي وروسته مخ پر لوړو ورځي. له خپلې لېوالتيا سره سم د غرختلو د دود په لور. حتی د لسو او دولسو کلونو په عمر نجونې هم له دغه یون سره مل کېږي.

غرختنه په افغانستان کې ډېره مخینه نه لري. تر اوسه اماتور او مسلکي غر ختونکي په کابل، بدخشان، پنجشیر او بامیان کې شته دي.

اغزي او لوړې ټيټې د دغو مینه والو لېوالتيا نشي کمولی، له تلیفونونو د موسيقۍ غږ د غرختونکو د ډلې يوه ځانګړنه ده.

د نن ورځې ګډونواله طاهره شایګان په سپورت کې د رنګینۍ په لټه کې ده.

هغه وايي: "ما غوښتل یو بېل ډول سپورت وکړو، موږ د ځغاستې، بایسکل ځغلونې او سکي سپورتونه تجربه کړي، هغه هم عالي و، خو اوس غواړم غرختنه وکړم".

د طاهرې لپاره غر ختنه له شته کړاوونو سره سره خوندوره ده او په وينا يې له يوې خوا سپورت روغتيا ته ګټه لري او له بلې خوا په غرختنه کې د ښځو ونډه ثابتول غواړي.

پخوا یو شمېر مسلکي بهرني غرختونکي په شاه فولادي سيمه کې له سمندر څخه ۵۰۰۰ متره لوړ د بابا د غرونو د لړۍ څوکو ته ختلي دي. خو دغه لاره د اماتور او خپل خوښو غر ختونکو لپاره ګرانه ده. دوی نه په مسلکي ډول روزل شوي او نه هم د غرختنې امکانات لري.

د غرختلو فکر له عقاب سپورتي کلب سرچينه اخیستې چې مسوول يې نصرالله عادلي دی.

هغه وايي: باميان د غر ختنې لپاره ډېر لوړ ظرفیت لري، هم د فضا او هم د کسانو له نظره چې دلته تمرین وکړي. دا اماتور غر ختونکو لپاره اصلي ستونزه د امکاناتو نشتوالی دی. زموږ ټیم د غرختنې په برخه کې زده کړې نه لري او په کمرونو د ختنې امکانات ورسره نشته.

د دغې ډلې هر کس له سمندر څخه د ۳۴۰۰ متره لوړو څوکو په لور یون کړی. په باميان کې د یوه نړيوال ارګان کارکوونکی محمد علي د خپل وزن د کمولو په هیله خولې تويوي.

هغه وايي: د وزن د کمولو یوه لار غر ختل دي. "اوس سره له دې چې دوه نیم ساعته ګرځېدلی یم او ښايي یو نیم ساعت وروسته موخې ته ورسېږو خو بیا هم د ارامۍ احساس لرم. له دې سره سره چې له دې وړاندې مې غرختنه نه ده کړې".

دا د ځايي غرختونکو لومړۍ ډله ده چې اته کیلومتره واټن وهي او هدف ته د رسېدو له دغه راز شور او زوږ سره.

دغه ډله له درې نیم ساعته پلي تګ وروسته درې زره متره لوړې سطحې ته ورسېده. د بابا غره د لړۍ په لمنو کې، هغه ځای چې د دغې ډلې د حرکت له سیمې اته کيلومټره لرې دی.

خو دغه په زړه پورې سپورت له اندېښنو هم تش نه دی. په دغه امن ولایت کې د سپورت د مینه والو یوازينۍ اندېښنه تش جیبونه دي. دوی وايي که يې امکانات په لاس کې وی نو د بودا دا ټاټوبی به د غرختلو لپاره هم تر ټولو غوره ځای و.