د دوو وتلیو افغان لوبغاړو یوه بل ته ګوتڅنډنه

د ازادو سیالیو یا ایم ایم اي افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي، د افغانستان یوه بل فري فايټ لوبغاړی بازمحمد مبارز ننګوي، چې د لوبې ډګر کې ورسره سیالي وکړي.

هوتک پر مبارز تور پورې کړی، چې له ده سره یې نامناسبه رویه کړې او د ده پر وړاندې یې عام محضر کې له سپکاوي ډکه ژبه کاروولې ده.

بل لور ته ښاغلي مبارز دغه ادعا رد کړې او په وینا یې احمد ولي هوتک ته د یوه هېوادوال لوبغاړي په حیث بشپړ درناوي لري.

نوموړی ادعا کوي، هغه خبرې چې ښاغلي هوتک د سپکاوي په توګه یادې کړې، اصلاً یوازې یوه ګیله وه، چې د ده په وینا ده پسې د ښاغلي هوتک د ځینو څرګندونو له کبله یې هغه ته کړې.

افغان رزمي ورزشکار احمد ولي هوتک پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي و، چې بازمحمد مبارز یې له یو شمېر نورو ملګرو سره یو ځای د افغانستان اولمپیک ریاست کې لاره نیولې وه، غوښتل یې فزیکي برید پرې وکړي او ننګولی یې دی.

خو ښاغلي مبارز دغه تورونه رد کړي او پر خپله فېسبوکپاڼه یې لیکلي، چې هوتک باید د خپلې ننګونې ځواب ته انتظار وکړي.

له دې سره هممهاله پر خواله رسنیو د دواړو لوبغاړو مینه والو د دوی د ناندریو او ننګونو په اړه خواشیني څرګنده کړې او دا یې افغانستان کې د دغې نسبتاً نوې لوبې د ودې پر وړاندې یو خنډ بللی دی.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو ویلي، د هېوادووالو لوبغاړو تر منځ سیالۍ کې اتل نه شته.

دې لړ کې له لوړ پوړو افغان چارواکو هم غوښتنه شوې، چې د موضوع د حل لپاره اقدام وکړي.

موږ هڅه وکړه، په دې اړه د دواړو لوبغاړو نظر تر لاسه کړو، خو بریالي نه شوو.

۳۱ کلن احمد ولي هوتک له ۲۰۰۸ کال راهیسې مسلکي لوبې کوي او د تکواندو او باکسنګ یا سوکوهنې برخه کې د پام وړ بریاوې درلودې.

هغه د فري فایټ یا ام ام اي لوبې فدارسیون له فعالېدو وروسته د دغه فدارسیون غړی شو او د افغانستان لپاره په دغه لوبه کې د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه.

مبارز لومړی ځل ترکیې کې اماتور سیالیو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. نوموړی د ۲۰۱۲ کال وروستیو کې په مسلکي توګه دغه سیالۍ پیل کړې.