تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان متحدو عربي اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه
افغانستان د (صحرا جام) شل اوریزو کرېکټ سیالیو په ترڅ کې په خپله دوهمه لوبه کې متحدو عربي اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
متحدو عربي اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډله په دې وتوانېده چې په ۱۸ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره او بريا يې خپله کړي.
له افغان توپ اچوونکو دولت ځدراڼ څلور وېکټې واخيستې، پر ده سربېره راشد خان ۲ او فريد احمد د متحدو عربي اماراتو يو لوبغاړی وسوځاوه.
د متحدو عربي اماراتو له خوا شميم انور په ۵۲ توپونو کې د ۵۲ منډو په جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې پر ده سربېره روهن مصطفی په ۱۹ توپونو ۲۹ او غلام شبير په ۲۱ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې
له افغان لوبډلې سميع الله شينواري په ۴۴ توپونو ۴۲، اصغر ستانکزي په ۲۴ توپونو ۳۰ او کريم جنت په ۱۸ توپونو ۲۲ منډې وکړې.
تر دې وړاندې لوبه کې هم افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې وه.
دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي. د افغانستان راتلونکې لوبه د چارشنبې په ورځ له نميبيا سره ده.