تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اماراتو کې افغان کرېکټ لوبغاړي یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې نن په ابوظبۍ کې له متحده عربي اماراتو سره د دوهمې لوبې له پیله وړاندې، کندهار کې د دغه هېواد وژل شویو دیپلوماتانو او نورو افغان قربانیانو ته د درناوي لپاره، یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي.
کرېکټ بورډ وايي دا پرېکړه یې د کرېکټ نړیوالې شورا ای سي سي په مشوره کړې ده.
د افغانستان کرېکټ لوبغاړي چې ډېر ژر به له متحده عربي اماراتو سره خپله دوهمه لوبه پیل کړي وايي، دوی د قربانیانو روح او افغانستان کې د سولې راتلو ته دعا کوي.
تېره اونۍ کندهار کې د والي په دفتر کې داسې مهال چاودنه وشوه او ګڼ شمېر کسان یې ووژل او ټپیان کړل چې د متحده عربي اماراتو سفیر او دیپلومان په خبرو اترو بوخت ول.
چاودنې لوړ پوړو چارواکو کې د کندهار د مرستیال والي سربېره د متحده عربي اماراتو پنځه دیپلومان ووژل.
افغانستان د (صحرا جام) شل اوریزو کرېکټ سیالیو په ترڅ کې نن له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه له ایرلند سره وه چې په پنځو ويکټو سره يې وگټله .
افغان لوبډلې تېر کې درې ځلې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړې ده
او لکه څنگه چې د افغانستان د کرېکټ بورد وياند فريد هوتک وايي د دغې لوبې گټلو ته هم د لوبغاړو روحيه لوړه ده .