والیبال: افغانستان اسیايي لوبو کې څلورځلې ماتې وخوړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په اسیايي لوبو کې پرله پسې ماتې وخوړې او ددغو لوبو له لړۍ ووتله.

افغانستان له بنګله دیش، قرغیزستان، نیپال او مالدیو سره لوبې وکړې، چې لومړۍ او دویمه لوبه یې درې - یو، دریمه یې دوه- درې او څلورمه یې درې صفر خپلو سیالانو ته پرېښودې او له څلورو ماتو وروسته به هېواد ته راستېنږي.

د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر ۲۴مه، د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې کابل کې د تاجکستان ټیم ته په یوې دوستانه سیالۍ کې درې پر صفر ماتې ورکړه.

افغانستان د نجونو د والیبال ملي لوبډله هم لري.

واليبال په پرتيلز ډول په افغانستان کې يوه پخوانۍ لوبه ده، چې په لرې پرتو کليوالو او ښاري سيمو کې ګڼ لوبغاړي او مينه وال لري، خو له څو کلونو راهيسې د نجونو واليبال هم ډېر شوى دى.

يو شمېر ښوونځي، حکومتي او ناحکومتي بنسټونه د نجونو د فوټبال لوبډلې لري، چې کله کله د يو شمېر مناسبتونو په تړاو يو له بل سره سيالۍ هم کوي.

د افغانستان د والیبال لوبډله په ۱۳۵۷ کال کې جوړه شوه، تر دې دمه ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

د اړوندو چارواکو په وينا، دا لوبه وسمهال د دغه هېواد په ۳۱ ولايتونو کې سلګونه زره لوبغاړي لري.