تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بارسلونا له خپلو دوو ستورو سره د قرارداد غځولو په درشل کې
د بارسلونا کلب له خپل ارجنټایني ستوري لیونل مسي او یوروګوایي ستوري لویس سوارېز سره په خبرو دی چې له دې لوبډلې سره قرارداد وغځوي.
۲۹ کلن لیونل مسي اوسمهال د ۲۰۱۸ کال تر جون میاشتې بارسلونا سره قرارداد لري او لویس انریکه د بارسلونا کوچ (روزونکی) په دې کلب کې د مسي لا اوږد شتون لپاره خپله خوښي نشي پټولی: "دا لامل کېږي چې ډېره ارامتیا ولرم."
دا په داسې حال کې ده چې ۲۹ کلن سوارېز هم له بارسلونا سره د قرارداد غځولو په درشل کې دی او دې ته په کتو چې نیمار هم څه موده وړاندې خپل قرارداد تر ۲۰۲۲ کال پورې بارسلونا سره وغځاوه، داسې ښکاري چې د بارسلونا طلایي مثلث چې په "ام اس ان" (مسي، سوارېز، نیمار) مشهور دی، په دغه لوبډله کې تلپاتې دی.
سوارېز وروسته له هغه چې د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د ۷۵ میلیونه پونډه قرارداد سره له لېورپول نه بارسلونا ته ولاړ، په دغه لوبډله کې بریالی حضور لري او له بارسلونا سره دوه ځلې د اسپانیا اتل او یو ځل د اروپا اتلانو لیګ اتل شوی دی.
د بارسلونا رییس جوزپ ماریا برتومیو وویل: "کار پای ته رسېدلی، یوازې څو جزئي خبرې پاتې دي او موږ په څو راتلونکو ورځو یا اونیو کې دا خبره اعلانوو. موږ غواړو لوییس د اوږدو کلونو لپاره کلب کې پاتې شي. هغه زموږ لپاره مهم شخصیت دی."
سوارېز تېره فصل کې د اروپا فوټبال طلایي بوټ ګټونکی شو. هغه همداراز د ۴۰ ګولونو په وهلو د اسپانیا فوټبال د ګولونو اتل شو.
هغه، مسي (د بارسلونا تاریخ کې ترټولو ښه ګول وهونکی) او سوارېز په ټوله کې په ټولو سیالیو کې د بارسلونا لپاره ۱۳۱ ګولونه ووهل او د اسپانیا لیګ او حذفي جام اتلان شول.
برتومیو چې له یوه یوروګوایي راډیویي چینل سره یې خبرې کولې وویل: "دا به د کرېمس یو فوق العاده ډالۍ وي، نه یوازې د لویس لپاره چې له اوسه پوهېږي دلته خپل کار ته دوام ورکوي، بلکې د فوټبال نندارچیانو لپاره. هغه زموږ د تماشایي مثلث یوه برخه ده چې د ټولې لوبډلې له جوړښت سره مرسته کوي."