تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ریښتیني او مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړو شوو انځورونو ترمنځ څنګه توپیر وکړو؟
- Author, مايكل بيرجس
- دنده, بي بي سي نيوز
د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړه شوې منځپانګه - هغه که په هنر او ادب کې وي، یا موسیقي او فوټوګرافي انځور جوړونه کې، ورځ تر بلې په پراخېدو ده.
د مصنوعي ذکاوت په واسطه جوړه شوې منځپانګه خورا پرمختللې ده، ان تر دې چې د ریښتیني او مصنوعي یا جوړ شوي ترمنځ پکې توپیر ګران دی.
دا ټول انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا په مټ پر (نایټ کافې) وېبپاڼه کې جوړ شوي دي.
ددغو مخونو هېڅ کوم انځور نه دی اخیستل شوی، ټول د لیکل شوي متن له مخې جوړ شوي (په دې معنا چې پروګرام ته متني لارښوونه ورکول کېږي چې پربنسټ یې انځور در ته جوړ کړي).
یو داسې ساده عکس هم پکې جوړولی شئ چې "ښځه ژاړي" یا "غبرګوني".
په وروستیو کې ددغې منځپانګې د احتمالي خطر په اړه هم څرګندونې شوې دي. جرمن هنرمن بوریس الداګسن چې کله سږ کال د فوټوګرافیک انځور د نړیوالې سوني جایزې ته د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی انځور وړاندې کړ، په سیالۍ کې بریالی شو.
الداګسن د جایزې له اخیستلو ډډه وکړه او وویل دا مازې "تېر ایستونکې بیزو" ده، ده ځکه ورته مخه کړې ده چې وګوري ایا کوم واکمن "به پوه شي او یا با د مصنوعي ځیرکتیا په مټ په جوړ شوي انځور شکمن شي".
دی زیاتوي: "باید په دا ډول جایزو کې اصلي واقعي انځور د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوي انځور سره سیالي ونه کړي".
د نایټ کافې وېبپاڼې بنسټګر انګس راسل وویل: "پنځه کاله وړاندې خلکو ویل چې مصنوعي ځیرکتیا به ورځنۍ دندې ترلاسه کړي، خو هغه چارې چې نوښت ته اړتیا لريو د اوږدمهال لپاره خوندي دي".
ده زیاته کړه: "خو ددې برعکس ثابته شوه. نوښتګرې او پر معلوماتو ولاړې دندې به هغه لومړنۍ دندې وي چې بدلېږي".
په بي بي سي نیوز کې د انځورونو اېډېټر فیل کومس وايي، که څه هم جوړ شوي انځورونه یا هغه چې ساتېری پرې شوی "کوم نوی څه نه دی"، خو د مصنوعي ځیرکتیا وده "یوڅه ګواښونکې ده".
دی زیاتوي: "داسې وسیلې شته چې د مصنوعي ځیرکتیا اړوندو کشفونو کې هم له موږ سره مرسته کولی شي".
خو د کاردیف پوهنتون د خبریالۍ پوهنځي نوښت او ابتکار کې ډاکټر ډېوېډ جیما بیا ددې انځور د واقعیت په اړه افراط کړی چې وايي: "له هر ښه انځور کې چې تاسو څه غواړئ، په دې کې شته".
دی زیاتوي: "په دې انځور کې داسې څه نه شته چې تاسې باورمن کړي چې ګنې په بله طریقه جوړ شوی" چې ښکاره نغوته یې مصنوعي ځیرکتیا ته ده.
ډاکټر جیما باوري دی چې په خبریالۍ او وقعي منځپانګه کې د مصنوعي ځیرکتیا انځورونو د احتمالي ناسمې کارونې په اړه بیا له سره غور کول پکار دي.
"تر یوه حده په ټیکنالوجۍ کې د سیالۍ ډګر ته ننوتي یو. دا کار مو له لویو خطرونو سره هم مخامخولی شي".
دی زیاتوي: "د خبیثو حقیقي موخو لپاره هم کارول کېدای شي او ښايي دا کار بندیزونه لګول وغواړي".
دې ته په کتو هغه انځور چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی، ډېر پرمختللی ښکاري، او د مصنوعي ځیرکتیا اړوند کاریالونه د ټولو په واک کې دي، تل دا پوښتنه را ولاړېږي چې: ایا دا واقعي (ریښتینی) انځور دی او که د مصنوعي ځیرکتیا زیږنده دی؟