ټاټا او ایربس هند کې پوځي الوتکه جوړوي

د هند ټاټا ګروپ ګوجرات کې د سي -۲۹۵ ډوله الوتکې جوړوي

د عکس سرچینه، AIRBUS

د عکس تشریح، د هند ټاټا ګروپ ګوجرات کې د سي -۲۹۵ ډوله الوتکې جوړوي

د هند ټاټا د شرکتونو ګروپ پخپل لومړني ګام کې یوه پوځي الوتکه جوړوي.

د هند حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل، ټاټا ګروپ له ایربس سره په ګډه د هندي پوځ لپاره د سي -۲۹۵ ډوله ترانسپورتي پوځي الوتکې جوړولو هوډ کړی دی.

د هند لوېدیځ ګوجرات ایالت کې پر دې پروژې به نژدې یو میلیارد ډالر لګښت راځي. په پام کې ده چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي به د یکشنبې په ورځ د الوتکې د جوړېدو پروژه پرانیزي.

د هند دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "دا پخپل ډول کې لومړنۍ پروژه ده چې د هند یو خصوصي شرکت یوه پوځي الوتکه جوړوي".

تر اوسه د هندي حکومت په ملکیت هندوستان ایرونوټیکس شرکت د وسله وال ځواک لپاره الوتکې جوړوي.

هند هوډ کړی چې د نړۍ له ډېرو وسلو واردوونکو هېوادونو شي او نوی ډیلی له لسیزو راهیسې تر ډېره د پوځي توکو له اړخه د روسیې په څېر پر هېوادونو تکیه کوي.

خو په تېرو څو کلونو کې، د بهاراتیا جاناتا ګوند په مشرۍ د هند حکومت د وارداتي توکو پر ځای د خپل سیمه ییز تولید ډېرولو هڅه کوي.

د ټاټا-ایربس دې پروژه کې کارپوهان پر دې اند دي چې هند غواړي پر یوه نړیوال صنعتي مرکز واوړي.

دفاع وزارت ویلي، دا معامله به د الوتنې صنعت کې د هند د خصوصي سکتور ښکېلولو لپاره ښه فرصت وي.

د ویډیو تشریح، کلېک: نړۍ کې ټر ټولو چټکه برېښنایي الوتکه

‌د پروژې د یوې برخې په توګه، هندي حکومت د ۲۰۲۱ کال سپتمبر میاشت کې اسپانیا کې د ډینفس او سپېس د ایربس سي - ۲۹۵ د ۵۶ پوځي الوتکو رانیولو هوکړه کړې وه.‌

دفاع وزارت وايي، دا الوتکې به د هند هوايي پوځ کې د کارېدونکو بریتانیا جوړو پخوانیو (افرو) الوتکو ځایناستې شي. له دې الوتکو به ملکي موخو کې هم ګټه اخیستل کېږي.‌

ایربس به د ۲۰۲۳ کال سپتمبر او د ۲۰۲۵ اګسټ میاشتې ترمنځ ۱۶ الوتنې ته چمتو شوې الوتکې ترلاسه کړي، خو پاتې به یې د ټاټا ګروپ په مټ د ګوجرات فابریکه کې جوړې شي.

د هند دفاع وزارت ویلي "اټکل دی چې هند جوړه لومړنۍ الوتکه به د ۲۰۲۶ کال سپتمبر کې بشپړه شي".