کلېک: نړۍ کې ټر ټولو چټکه برېښنایي الوتکه

د ویډیو تشریح، کلېک: نړۍ کې ټر ټولو چټکه برېښنایي الوتکه

د ګاډو او الوتک جوړولو شرکتونه پرله پسې په برېښنا چلېدونکې ټکنالوژۍ ته مخه کوي.

د بريتانيا رولز رویس شرکت چې لوکس ګاډي جوړوي، وايي داسې يوه الوتکه یې جوړه کړې، چې وايي ښايي نړۍ کې په برېښنا چلېدونکې تر ټولو چټکه الوتکه وي.

داسې فکر کېږي، دې الوتکې په دريو بېلو واټنونو کې د نړۍ نوي ريکارډونه جوړ کړي وي، چې د ازمويښتي الوتکو کتنې ځای کې یې ساعت کې چټکوالی ۶۲۳ کيلومترو ته رسېدلی دی.

دا شمېرې يې اوس د نړۍ هوايي سپورټ فېډراسيون ته د پخلي لپاره استول شوې دي.

دا او د ټکنالوژۍ نور خبرونه یې د دې اوونۍ کلېک کې کتلی شئ.