تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دریو ساینس پوهانو د کیمیا برخه کې د نوبل جایزه ګټلې
د کیميا په برخه کې د "لیګو" نوبل نړیواله جایزه دریو هغو څېړونکو ته ورکړل شوه چې د ماليکولونو په تړلو یا کلېک کېمیسټري یې کار کړی و.
د دوی کار د حجرو د څېړنې او بیولوژيکي بهیرونو د څارلو لپاره کارېږي او دغه راز د سرطانونو په درملو کې هم د کارېدو وړ دي.
دغه درې څېړونکي کرولاین بېرتوزي، مارټن مېډال او بري شارپلېس به د کیمیا په برخه کې د سږ کال د نوبل جایزې لس مېلیون کورنه یا څه باندې نهه لکه امریکايي ډالره جایزه سره وېشي.
د نوبل جایزې کمېټې د دوی کار په دې خاطر ستایلی چې دا کیمیا ته کارندوالی وربښي او وايي پر علم او څېړنه ژور او پراخ اغیز ښندي.
د کیميا په برخه کې د نوبل جایزې د کمېټې غړي یووان اېکوېسټ د جایزې د اعلان پر مهال وویل "د سږ کال جایزه د موضوعاتو له لا پېچلي کولو سره سروکار نه لري بلکه له ساده او آسانه اړخونو سره یې سروکار دی."
کرولاین بېرتوزي چې په کیمیا کې مخکښه څېړونکې ده اتمه ښځه ده چې په کېميا کې د نوبل جایزه ګټي.
پروفېسور بېرتوزي د شپې ناوخته د نوبل جایزې له کمېټې نیول شوې اړیکې ته په ځواب کې وايي:" ډېره خوشاله یم، آن په سختۍ ساه اخلم."
د هغې د کړې څېړنې يو مهم کارندوالی به دا وي چې په درملو او د درملو په لېږدېدو کې به کارېږي.
د دې مانا دا ده چې څېړونکي کولی شي کیمياوي بهیرونه د انسان بدن کې دننه وڅاري تر څو ځان ډاډه کړي چې درمل هغه ځای ته ځي چې په پام کې دی، نه ناسم ځای ته.
امریکايي څېړونکي بري شارپلېس چې یو وار مخکې يې هم نوبل جایزه ګټلې د دغې جایزې بل تر لاسه کوونکی دی. هغه په ۲۰۰۱ کال کې د کتلېستونو (catalysts) په برخه کې د څېړنې په خاطر نوبل جایزه اخیستې وه.
پروفېسور شارپ لېس او ډنمارکي پروفېسور مارټن مېډال په ګډه د کلېک کیمیا په بنسټونو څېړنه او کار کړی.
د تېر کال د کیميا په برخه کې نوبل جایزه دوو داسې څېړونکو ته ورکړل شوې وه چې د مالیکولونو د جوړولو لپاره يې وسایل رامنځته کړي وو.
د دوشنبې پر ورځ د طب یا فیزیولوژي برخه کې د نوبل جایزه د سویډن سوانتې پابو ته د انساني تکامل برخه کې د هغه د کار له امله ورکړل شوه.
وړمه ورځ بیا فیزيک کې د سږ کال نوبل جایزه د کوانټم میکانیکس یا پر تر ټولو کوچنیو زرو د طبيعت د تشریح په علم کې څېړنې ته ورکړل شوه.
نوبل جایزه له ۱۹۰۱ کال راهیسې د نړۍ له بېلابېلو برخو هغو ښځو او نارینه وو ته ورکول کېږي چې د فیزيک، کېمیا، طب یا درملو، ادبیاتو او سولې په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې ولري.
دا جایزه د الفرېډ نوبل په نامه ده. هغه سوېډنی مخترع، سوداګر او څېړونکی و چې شعر او ډرامه یې هم لیکلې.
د هغه ګڼې لېوالتیا د هغه د جایزې په برخو کې هم ښکاري چې ده يې په ۱۸۹۵ کال کې هغه مهال بنسټ کېښود چې په خپل وصیت کې یې وليکل چې د هغه ډېره شتمني به دغې جایزې ته ورکول کېږي.