نوې څېړنه؛ نویدونکې انرژي ټریلیونونه ډالره سپما کولای شي

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون ماهرینو یوه څېړنه ښيي چې د جامدو انرژۍ توکو پر ځای به د نوېدونکې انرژۍ کارول به تر ۲۰۵۰ کال پورې نړۍ ته تر ۱۲ ټریلیونه ډالره سپما کې مرسته وکړي.

په دې هکله د ماهرینو یوه رپوټ کې ویل شوي، دا سمه خبره نه ده او بدنیتي ده، چې ویل کېږي، د انرژۍ پاکو سرچینو پر لور چټک یون ګران بیه تمامېږي.

د یادونې ده، چې بازار ته د انرژۍ توکو عرضې یا وړاندې کولو په هکله د اندېښنو له کبله د ګازو بیې پرلپسې لوړې شوې دي.

بل لور ماهرین وايي، د بې ضرره انرژۍ توکو پر لور تګ اوس ځکه ارزان بیه تمامېږي، چې د نویدونکې انرژۍ توکو بیې مخ پر کمېدو دي.

په اکسفورډ پوهنتون کې د نوي اقتصادي فکر پوهنځي پروفیسر ډویني فارمر په دې هکله وايي:

''که څوک اقلیمي بدلون هم ردوي، باید په هغه څه کې له موږ سره ملګرتیا وکړي، چې موږ یې وکالت کوو. زموږ مهمه اخیستنه دا ده چې موږ باید د پاکې انرژۍ پر لور چټک یون وکړو، ځکه دا راته پیسې سپموي. ''

د رپوټ پایلې په تېر کې د جامدو او نویدونکې انرژۍ بیو له پرتلې او دغه راز په راتونکي کې د دې بیو احتمالي بدلون ته په کتو سره جووتې شوې دي.

د جامدو سونتوکو بیې له ۲۰۲۰ کاله نیولې بیا تر ۱۰۰ تېرو کلونو پورې په پام کې نیول شوې او انفلاسیون او د بازار بې ثباتۍ وضعیت ته په کتو سره ډېرې نه دي بدلې شوې.

د نویدونکې انرژۍ بیو لړ کې بیا یوازې د څو لسیزو شمېرې شته، خو دا ښيي چې د تکنالوژۍ برخه کې پرلپسې پرمختګ د دې لامل شوی چې د برېښنايي او بادي انرژۍ بیې پرلپسې ټیټې شوې دي، چې کچه یې په یوه کال کې لس سلنې ته رسېږي.

بادي او لمریزه انرژي اوس هم د انرژۍ ترلاسه کولو پروژو لپاره ارزان بیه انتخاب بلل کېږي، خو دا پوښتنه هم شته، چې کله د بدلېدونکو موسمونو له کبله د نویدونکې انرژۍ ترلاسه کول کم شي، نو د زېرمې او انډول چاره یې څنګه سمه ترسره شي.