اپل د نړۍ تر ټولو ارزښتناک شرکت حیثیت بایللی

اپل شرکت چې نړۍ کې د ټکنالوژۍ له خورا لویو او ارزښتناکو شرکتونو څخه و،‌ خپل پخوانی دریځ يې بایللی دی.

د ارامکو په نامه د سعودي عرب د تېلو او ګازو تولیدوونکی شرکت وروسته له دوو کلونو له اپل شرکت څخه مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

له دې سره اوس پانګه اچوونکي هڅه کوي د ټکنالوژۍ په شرکتونو کې خپلې ونډې وپلوري، ځکه دوی هغه پانګونه خوښوي چې خطر پکې کم وي.

وروستیو کې د بېټ کواېن یا ډیجیټلي پیسو ارزښت هم خورا ټیټ شوی.

نیویارک کې د چهار شنبې پر ورځ د اپل ونډې له ۵ سلنې ډېره راټیټې شوې، د ۲عشاریه ۴۲ ټریلیونه ډالرو له راټیټېدو سره یې بازار کې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او ځای یې د ارامکو د تېلو او ګازو تولیدوونکي شرکت ونیوه.

دا لومړی ځل دی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې ارامکو په لومړي ځل دا مقام خپل کړی.

سږ کال د خامو تېلو او طبیعي ګازو د بیو د لوړېدو له امله د انرژۍ تولیدوونکوشرکتونو ونډو کې زیاتوالی راغلی.

د رپوټونو له مخې د روان کال له پیله د اپل شرکت د ونډو پلورلو له امله د دغه شرکت ونډه ۲۰ سلنه راکمه شوې.

د ټکنالوژۍ په برخه کې د لویو ونډو درلودونکو شرکتونو ونډه د چهار شنبې پر ورځ ۳ عشاریه ۲ سلنه راټیټه شوې.

رسمي شمېرې ښیي، د امریکا د انفلاسیون کچه لږ تر لږه ۴۰ کاله لوړه پاتې شوې او د چهار شنبې پر ورځ‌ په لومړي ځل نیویارک کې راټیټه شوه.

وروستیو دریو کلونو کې کوویډ ۱۹ د نرخونو د لوړوالي او نړیوالې اقتصادي ودې پر وړاندې لویه ننګونه په ګوته شوې چې بازار کې یې نرخونه لوړ کړل.

په ټوله نړۍ کې مرکزي بانکونو د سود د نرخونو په لوړولو سره دې ستونزې ته غبرګون ښودلی، دې چارې په پانګوالو کې دا اندېښنې زیاتې کړي چې د پور اخیستو لوړ لګښت به اقتصادي وده ورو کړي، نو ځکه اړ شوي چې له خطر لرونکو پانګو څخه خپلې ونډې وباسي.

د پنجشنبې پر ورځ د جاپان سافټ بانک ډلې د سوداګرۍ ارزښت د ۲۶،۲ میلیارد ډالر ریکارډ‌ کچې ته راټیټ شوی چې دې شمېر کې د تېر کال پرتله خورا لوی توپیر لیدل کېږي چې هغه مهال یاد بانک د ونډو زیاتوالي په برخه کې ریکارډ‌ کچې ته رسېدلی و.

د نړۍ تر ټولو لوی او غوره پېژندل شوی کرپټو اسعار(ډیجیټلي پیسو) ارزښت تېر کال نومبر کې د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلی و خو اوس یې خپل ارزښت شاوخوا ۶۰ سلنه راکم کړی.