د زړه درېدل څه ته وایي، او لاملونه یې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډنمارکی فوټبال لوبغاړی کرستیان اریکسن د شنبې پر ورځ د اروپايي فوټبال اتلولیو یوې لوبې پر مهال د زړه درېدو له کبله له درې شپو راهیسې روغتون کې دی او طبي معاینات یې کېږي.
ډاکترانو ته تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولې ناڅاپه د نوموړي زړه ودرېد او اوس د دوی لپاره همدا موضوع لومړیتوب لري.
کارډیالوجسټ پروفیسر سنجې شرما چې د فوټبال اتحادیې د زړه ناروغیو درملنې کمېټې مشر هم دی، بي بي سي ته وویل:
''دی یو ۲۹ کلن کس دی، چې د ژوندي پاتې کېدو مبارزه یې کوله او موږ هڅه کوو پوه شو، چې اصلاً څه شوي وو؟ ''
د برتانیا زړه ناروغیو درملنې ادارې یا برټش هارټ فاونډېشن (بي ایچ ایف) ماهرین وايي، د زړه درېدو یو ډېر عام لامل د زړه خورا سخته یا غیر عادي درزا یا ټکان هم دی.
نورو عواملو کې کارډیومیوپاتی هم یادېږي، چې د زړه عضلې یو ډول ناروغي ده، او پر حجم، غټوالي - کموالي او بڼې یې اغېز کوي، دا میراثي هم کېدای شي - او دغه راز میوکاردیټیس، یا د زړه عضلې التهابي کېدل هم پکې شامل دي.
ښاغلی شرما وايي، دوی به اوس د ښاغلي اریکسن د زړه خورا پېچلي سکین معاینات وکړي او وبه ګوري چې څه ډول غیر عادي نښې نښانې پکې موندلای شي.
پروفیسر شرما وايي:
''دغه ډول (غیر عادي) علامات د ځوانو کسانو چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۲۵ کلونو تر منځ وي، په زړونو کې نه لیدل کېږي، بلکې ښايي له ۲۵ کلنۍ بیا د ۳۵ کلنۍ تر عمره مخکې څرګندې نه شي. ''
ځینې وخت د زړه غیر عادي حالت د لوبو په عین منځ کې څرګندېږي او کېدای شي له کومې داسې مخکینۍ ناروغي سره اړیکه ولري چې زړه یې ته ضربه رسولې وي.
د دې علایمو په هکله ویل کېږي چې که پر وخت معلوم شي، یو شمېر یې داسې دي چې درملنه یې کېدای شي، خو ځینې نور بیا لاعلاجه دي.
زړه هغه مهال درېږي چې ناڅاپه بدن ته د وینې ورکول دروي، دماغ ته اکسیجن نه رسېږي، انسان بې هوښه کېږي او ساه اخیستل پرېږدي.
د زړه درېدل د زړه له حملې سره توپیر لري. د زړه حمله هغه مهال رامځته کېږي، چې معمولاً د زړه په یوه شریان کې د وینې غوټې له کبله د زړه عضلې ته د وینې رسېدل بند شي.
په بریتانیا کې دغه ډول معاینات لازمي دي چې د ۱۶ کلنۍ او ۲۵ کلنۍ تر منځ عمر کې له هرو دوو کلونو وروسته تر سره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی ګوري چې د زړه فعالیت کې کوم څه مشکوک نه وي، خو د ډاکترانو له ټولو هڅو سره سره د دې ډول معایناتو پایله کې ۱۰۰ سلنه تضمین نه شته، چې په زړه کې ټولې پټې احتمالي ستونزې برالا شي.
ښاغلی اریکسن یوازینی فوټبال لوبغاړی نه دی چې زړه یې ودرېد.
له دې مخکې ۲۰۱۲ کال کې یو بل لوبغاړی فابریک موامبا و، چې د لوبې ډګر کې وغورځېد او ۷۸ دقیقې یې زړه په ټپه ولاړ و. مارک ویوین فويي د کامرون لپاره د لوبې پر مهال ۲۸ کلن و چې ومړ او د انګلستان مدافع لوبغاړی اوګو ایهیوګو چې په ۴۴ کلنۍ کې یې د روزنې چارې ترسره کولې ۲۰۱۷ کال کې ومړ.
په کرسټال پېلس فوټبال کلب کې د سپورتي درملنې څانګې مشر ډاکتر ظفر اقبال په دې هکله وايي:
''خورا سخت ورزش لوبغاړي له زیات خطر سره مخامخوي، ځکه دوی خپل زړونه ډېر ستړي کړي - او همدا چاره د دې لامل کېږي چې ښايي ستونزه رابرسېره شي، خو داسې خورا کم کېږي. ''
د زړه درېده ستونزه هر چا ته او هر وخت ورپېښېدای شي. بریتانیا کې هر اوونۍ داسې ۱۲ پورې کسان په ناڅاپي توګه د زړه درېدو له کبله مړه کېږي.
په همدې هېواد کې هر کال تر ۳۰ زرو پورې کسان له روغتونونو بهر د زړه درېدو له پېښې سره مخامېږي چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري او په لسو کې یو کس ژوندی پاتې کېږي.
د فوټبال لوبغاړو په هکله عمومي رجحان داسې دی چې زړونه یې د نورو پرتله لوی وي، چې له همدې کبله د زړه هغو ناروغیو او یا شریانونو بندیدو احتمالي خطر یې لږ وي، چې په سګریټ څکوونکو یا غیر صحي خوراک کوونکو کې یې احتمال زیات وي. خو په بدن کې د اوبو کموالی، مخکینۍ ناروغۍ یا پر زړه زیات فشار اغېز لرلای شي.
ډاکتر اقبال وايي، پر ښاغلي اریکسن د سي پي ار (کاردیوپولمونري ریسوسیشن - یا په ځانګړې توګه د ناروغ پر سینه د زور کولو) پروسه پیل شوې وه او له هغه وروسته اې اي ډي الې کارول هم خورا اړین و، چې د د ده په وینا هر څوک یې باید په کارولو پوه شي.
نوموړی په هر متوسط ښوونځي کې د دې الاتو زدکړه او درلودل اړین بولي:
''د هرې دقیقې ځنډ د ناروغ ژوندي پاتې کېدو چانس لس سلنه کموي. خو د سي پي ار تخنیک کاروول له دوه برابره هم د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي. ''
د بي ایچ ایف اداره کې د زړه ناروغیو متخصصه ډاکتره سونیا بابو وايي:
''د زړه درېدو پېښه کې د هرې ثانیې تېرېدل مهم دي. موږ کې څومره ډېر خلک د سي پي ار په تخنیک پوه وي، د همدومره ډېرو خلکو ژوند ژغورل کېدای شي. ''
ډیفیبرلاټرز بیا هغه طبي اله ده چې معمولاً په کارځایونو، هوايي ډګرونو یا د عامه حضور په نورو ورته ځایونو کې ایښې وي.
هر څوک کولای شي دا اله وکاروي او ماهرین وايي، داسې هېڅ ګومان نه کوي چې دا اله به ناسمه وکارول شي.
دغه اله په اتومات ډول د زړه ټکانونو له ارزونې وروسته یوازې په داسې صورت کې شاک یا جټکه ورکوي چې اړتیا ورته پېښه شي.








