کسوف: د "اور کړۍ" له ځمکې تېرېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځمکې شمالي نیمه کره به نن پنجشبنه د کسوف یا د لمر د نیول کېدو شاهده واوسي. دا ښکارنده حلقوي کسوف یا د لمر ناقص نیول کېدل دي.
حلقوي کسوف کې سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ واقع کېږي خو د لمر د وړانکو مخه په بشپړ ډول نه پټوي.
دا کسوف یا د لمر نیول کېدل به تر بل هر ځای له شمالي قطب ښه د لیدو وړ وي.
شمالي قطب کې ډېر خلک نه اوسي، خو د متحدو ایالتونو د ختیځ، شمالي الاسکا، کاناډا، ګرینلنډ او د اسیا او اروپا د ځینو برخو اوسېدونکي به یې هم ولیدلی شي.
دا کسوف به په سکاټلند د شېټلنډ ټاپوګانو په لېرویک او یا د لېویس ایزلې له سټورنوای ۴۰ او سویلي خوا لندن کې ۲۰ سلنه د لیدو وړ وي.
د تل په څېر دا ځل هم سپارښتنه دا ده چې تندر نیولي لمر ته باید په لوڅو سترګو ونه کتل شي ځکه سترګو ته زیان اړوي.
که څوک د کسوف د لیدو لیوالتیا لري نو د لمر نیول کېدو د ځانګړې عینکو یا د غلبیل ډوله پروجېګټور په مرسته یې لیدلی شي.
ټاکلې ځینو سیمو کې د ستورپېژندنې ځايي کلبونه له خپلو وسایلو سره راووځي او خلکو ته د کسوف د لیدلو خوندي لارې چارې وښيي.
کسوف یا لمر نیول کېده په درې ډوله دي او بشپړه بڼه یې ډېره نادره پېښېږي.
بشپړ کسوف هغه مهال پېښېږي چې سپوږمۍ په مدار کې ځمکې ته نږدې وي او د لمر د وړانکو مخه په بشپړ ډول ونیسي.
د فضايي علومو له یو سي ایل مولارډ لابراتوار پروفیسوره لوسي ګرین وايي:
"کسوف دا فرصت راکوي چې له لمر سره اړیکه کې واوسو. د معمول په ډول زموږ سیاره ډېره رڼه ده چې موږ ورته پام نه کوو. خو کسوف یا ورته پېښو کې موږ د دې وړتیا مومو -که له خوندي لاور یې وڅارو - کولی شو وګورو چې سپوږمۍ د لمر له مخې تېرېږي او موږ ته خپل شمسي نظام چې ژوند پکې کوو را یادوي."

د عکس سرچینه، Robin Scagell
د مشتري د ګانیمېډ سپوږمۍ تر ټولو نږدې عکسونه
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) تازه زموږ د شمسي نظام د مشتري سیارې د ګانیمېډ سپوږمۍ تر ټولو نږدې اخیستل شوي عکسونه خپاره کړي دي.
مشتري له ځمکې سره په توپیر څلور سپوږمۍ لري او ګانیمېډ یې تر ټولو ستره ده.
دغه عکسونه له شاوخوا زر کیلومتر اخیستل شوي دي.
دا تېرو شلو کلونو کې د مشتري په مدار څرخېدونکې ګانیمېډ سپوږمۍ ته د یوې فضايي بېړۍ تر ټولو نږدې سفر دی.
د جونو فضايي بېړۍ اصلي دنده د مشتري په اړه څېړنه ده، خو دا چې د دې سیارې د ګانیمېډ سپوږمۍ تر څنګ تېرېده د انځورونو اخیستو فرصت یې وموند.
د اروپايي د فضايي څېړنو اداره د ګالیلیو سپوږمکیو د څېړنې لپاره یوه ځانګړې څېړنډله استول غواړي. ګالیلیو د مشتري سیارې له څلورو لویو سپوږمکیو ګڼل کېږي چې په ۱۶۱۰ کال ګالیلیو ګالیلي کشف کړې دي.

د عکس سرچینه، Stefan Seip
دا څېړنډله "د کنګلي مشتري سپوږمکیو کشفوونکي" نومول شوې ده، چې ټاکل شوې د کالیسټو او اروپا سپوږمکیو ترڅنګ به تېرېږي.
اټکل دی چې دوی به په ۲۰۳۲ کال د ګانیمېډ شاوخوا وچورلېږي.د جونو نوي انځورونه په شفاف ډول د لویې سپوږمۍ سطحه ښيي.
په دې نویو انځورونو او د ناسا د ۲۰۰۳ او ۱۹۹۵ او د فویاجر د ۱۹۷۹ کلونو د انځورونو ترمنځ هلته د رامنځ ته شوي بدلون توپیرونه له ورایه ښکاري.
د جونو لوی څېړونکي سکاټ بولټن ویلي: "دا لومړی ځل دی چې له یوې پېړۍ راهیسې یوه فضايي بېړۍ دې لویې سیارې ته نژدې کېږي".
د ګانیمېډ یوه ځانګړنه دا ده چې تر کنګلي سطحو لاندې یې ښايي د واوبو سمندرونه هم وي. ناسا وايي، ژر به د جونو سپوږمکۍ په مټ رنګه اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي.








