چاغښت د کورونا وېروس خطر زیاتوي؟

موږ ته مالومه ده چې چاغښت د زړه له ناروغۍ نیولې ان د شکر ناروغۍ خطر هم ډېروي.

په هرحال، نوې څېړنو دا ښودلې چې ښايي چاغ خلک د منځنیو خلکو پرتله د کوویډ-۱۹ له خطر سره زیات مخ شي.

د دې څه ثبوت شته؟

ددې پوښتنې په اړه بې شمېره څېړنې شوي او شنونکي یې د ځواب موندلو په هڅه کې دي.

  • د بریتانیا روغتونونو ته راغلي ۱۷ زره د کوویډ-۱۹ ناروغان هغه څوک وو چې د چاغښت ښکار شوي وو، په دې څېړنه کې دا مالومه شوه چې دا ډول خلکو د مړینې خطر ۳۳ سلنه ډېریږي.
  • د بریتانیا د روغتيايي ادارې یا اېن اېچ اېس د څېړنو له مخې، چاغ خلک د کورونا وېروس له امله دوه برابره د مړه کېدو له خطر سره مخ کوي. د څېړنې پربنسټ، که پر چاغوالي سربېره نورې ناروغۍ لکه د زړه ناروغي یا د شکر ناروغۍ هم ولري نو دا خطر لا زیاتوي.
  • په برتانیا کې د جدي پاملرنې په څانګه کې د ۳۴،۵ سلنه ناروغانو وزن زیات وو، د ۳۱،۵ سلنه ناروغان د چاغښت ښکار شوي وو، په دوی کې ۷سلنه یې ډېر زیات وزن درلود.

همداراز که د بریتانیا ټول نفوس ته وکتل شي ۶۴ سلنه یې چاغ خلک دي یعنې د ۳۵ سلنو بي اېم ای کچه یې د ۲۵ سلنو تر ۲۹ سلنو په منځ کې ده په داسې حال کې چې ۲۹ سلنه یې له ۳۰ څخه زیاته ده.

د بدن معیاري وزن مالومولو لپاره د یوه سړي وزن اندازه د ونې (قد) پر اندازې ویشل کیږي.

د چاغښت نړيوال فدراسیون اعلان کړی په چاغو خلکو کې د کورونا وېروس د خطر کچه زیاتېږي د هغو چا چې بي اېم له ۲۵ څخه زیات وي.

په امریکا، ایټالیا او چین کې لومړني څېړنو ښودلې چې چاغښت د لوی خطر لامل کېدای شي.

سربیره پردې، کویډ-۱۹ کولی شي په عمر خوړلو نارینه وو ډېر لوی اغیز پرېباسي هغه چې پخوانۍ ناروغۍ یې درلودې.

چاغښت د کورونا وېروس خطر ولې زیاتوي؟

که هرڅومره ستاسو وزن زیات وي، هغومره به مو په بدن کې غوړ یا وازده ډېره وي او په دې سره به مو سږي کمزوري وي.

یانې ستاسو بدن ته به په پوره ډول اکسیجن نه ننوځي، د دې مانا دا ده چې دا ستاسو د بدن لپاره خورا ستونزمن دی ځکه د وینې جریان زیانمنوي او دا ستاسو په زړه فشار راوړي.

د ګلاسګو د پوهنتون پروفیسر نوید ستار په وینا ''دا چې د داسې خلکو وزن زیات دی، دوی اکسیجن ته زیاته اړتیا لري د دې مانا دا ده چې په بدني لحاظ پر دوی د نورو خلکو پرتله فشار زیات دی.'' که چېرې داسې شخص په کورونا وېروس اخته شي، وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ریډنګ پوهنتون ډاکټر دیان سیلایا وايي، ډېری ناروغان نشي کولی خپل د بدن غړو ته وینې ورسوي چې له امله دا یې د مړینې لامل ګرځي.

له همدې امله هغه خلک چې ډېر وزن لري، ساه اخېستل یې او د پښتورګو فعالیت یې ستونزمنیږي.