ایا ټېک ټاک به د فېسبوک ځای ونیسي؟

ټېک ټاک یو چینایی شرکت دی او په خواله رسنیو کې نسبتاً نوی نوم دی. که ستاسې عمر تر ۳۰ کالو ډېر وي نو ښایي نوم مو یې هم نه وي اورېدلی. ځوانان پر ټېک ټاک خپلې لنډې ویډیوګانې شریکوي. خو کارپوهان وایي، دا نوی شرکت اوس له فېسبوک او انسټاګرام سره سیالي کوي.

په دې وروستیو کې څرګنده شوې ده چې د ټېک ټاک څښتن له دې شبکې پرېمانه ګټه کوي، او له همدې کبله د فېسبوک څښتن مارک زوکربرګ یې خپل سیال بولي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي، ټېک ټاک د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ۷ ملیارده ډالره ګټلي، او ډاډه دی چې په دویمه نیمایي کې به یې ګټه لا ډېره شي.

د یوې داسې شبکې لپاره چې یوازې دوه کاله عمر لري، دومره ګټه څه وړه خبره نه ده.

د فېسبوک څښتن هم په دې خبره پوهېږي. څه موده وړاندې د فېسبوک د چارواکو د یوې خپلمنځي غونډې جزئیات افشا شول. په دې غونډه کې مارک زوکربرګ خپلو کار کوونکو ته وایي چې ټېک ټاک په څومره چټکۍ سره وده کوي.

ښاغلی زوکربرګ وایي چې ټېک ټاک په امریکایي ځوانانو کې هم مینه وال پیدا کړي او په هند کې خو یې ان انسټاګرام هم شاته پریښی دی.

دی وروسته خپلو کار کوونکو ته وړاندیز کوي چې فېسبوک باید د ټېک ټاک د مخنیوي لپاره په مکسیکو کې یوه ورته شبکه رامنځته کړي.

ټېک ټاک څومره مشهور دی؟

د اپ اني په نامه د تکنالوژۍ شرکت دا څاري چې هره اوونۍ کوم اپلیکېشنونه ډېر ډاونلوډ کېږي. د دوی موندنې هم ثباتوي چې ټېک ټاک په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره وده کوي.

یوازې په اګست میاشت کې د انډرایډ کاروونکو پر ټېک ټاک څه باندې ۱ ملیارد ساعته تېر کړي دي، او دې کې هغه کسان حساب شوي هم نه دي چې په چین کې دي.

دا شمېرې ښیي چې ټېک ټاک د تېر کال پرتله ۴۰۰ سلنه وده کړې او کاروونکي یې ډېر شوي.

د ټېک ټاک په اړه اندېښنې:

دا سمه ده چې ټېک ټاک په چټکۍ سره وده کوي، خو په ورته وخت کې د دې شبکې په اړه ځینې اندېښنې هم شته. د بي بي سي یوې پلټنې موندلې ده چې ټېک ټاک د هغو بالغو کسانو اوکانټونه یا حسابونه نه دي بند کړي چې له ماشومانو سره یې نامناسبه او د جنسي موضوعاتو په اړه خبرې کولې.

خو ټېک ټاک وایي، یو خوندي او مثبت انلاین چاپېریال رامنځته کول د دوی لپاره لومړیتوب دی.

بله دا چې ټېک ټاک یو چینایی شرکت دی، او له همدې کبله د سانسور تورونه هم پرې لګېږي. ګارډین ورځپاڼې څه موده وړاندې د ټېک ټاک شرکت ځینې اسناد خپاره کړل.

دا اسناد ښیي چې ټېک ټاک خپلو څارونکو یا چلوونکو ته سپارښتنه کوي چې د چین په اړه حساسې ویډیوګانې سانسور کړي. همدا راز شک کېږي چې ټېک ټاک په هانګ کانګ کې د وروستیو نا کراریو په اړه هم مواد سانسوروي.

په اروپا او امریکا کې د ټېک ټاک ملیونونه کاروونکي ښایي خبر هم نه وي چې دا یوه چینایۍ شبکه ده. ځوانان د ټېک ټاک په اړه وایي چې په زړه پورې، زړه راښکونکې او جالبه شبکه ده.

نن سبا به ډېر کم ځوانان د فېسبوک یا انسټاګرام په اړه دا ډول څرګندونې وکړي. مطلب دا چې د فېسبوک د څښتن مارک زوکربرګ اندېښنه بالکل پر ځای ده.